لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ ایجنسۍ : يو شواروزکې 40 جنگيالي وژل شوي دي


اورکزۍ ایجنسۍ : يو شواروزکې 40 جنگيالي وژل شوي دي
اورکزۍ ایجنسۍ : يو شواروزکې 40 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې 15 تندلاري وژل شوي او 25 ژوبل شوي دي.

دتير يو شواروز په مهال دغلته امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې دوژل شوؤ تندلارو شميره د40 ؤ څخه اوښتې ده.
په سيمه کې موجود يو انتظامي چارواکي نعمان خان دزيارت دورځې دعملياتو په هکله خبريالانو ته دتير يو شواروز په مهال په اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې د40ؤ تندلارو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل امنيتي ځواکونو دبره اورکزۍ ايجنسۍ په کاشه سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې 25 تندلاري وژل شوي دي او دهغوي 5 ځالې هم تباه کړل شوي دي.
سرچينې وائي په وژل شوؤ جنگيالو کې دولي محمد په نوم يو تندلارى کمانډر هم شامل دى
همدغه راز سرچينې وائي داورکزو په ډبورۍ، ماموزۍ ،مانکي او غلجو سيمو کې هم امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې د15ؤ تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دتيرو دوؤ مياشتو راهسې په جنوبي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو څخه تښتيدلو جنگيالو په ضد امنيتي ځواکونو په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي چې پکې تر دې مهاله د850ؤ جنگيالو دوژنې ادعا شوې ده.
په دغو عملياتو کې ديو شمير پوځي افسرانو په گډون 30 عسکر هم وژل شوي دي.
بل لوري ته نن دزيارت په ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ په نښته کې يو عسکر او 4 جنگيالي وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دجمرود تحصيل په تورغنډۍ امنيتي پوسته وسله والو بريد وکړو او يو عسکر يې ووژلو.
سرچينې وائي ددغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد چټک عمليات ترسره کړل چې پکې څلور بريد کوونکي وژل شوي او يو نيول شوى دى.
همدغه راز دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو دتور ملا په نوم يو حکومت پلوه قبائيلي مشر، دهغه ښځه او ځوې وژلي دي.
سرچينې وائي دغه پيښه دباجوړ مرکز خار څخه شمال لويديز لوري ته 40 کلو ميټره لرې په اصغر کلي کې رامينځته شوې ده.
دسرچينو په وينا طالب جنگيالو لومړى دتور ملا په کور راکټونه او لاسي بمونه وغورځول او وروستو دهغه کور ته ورننوتل.
سرچينې زياتوي دبريد له امله تور ملا پخپله،د هغه ميرمن او ځوې وژل شوي او يوه بله ښځه ژوبل شوې ده.
52 کلن تور ملا دباجوړ په چارمنگ سيمه کې وروستو له هغې دطالبانو په ضد لښکر ويستلى ؤ چې پوځ تير کال اعلان وکړو سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې ده.
سرچينې وائي تور ملا په سيمه کې يو فعاله قبائيلي مشر ؤ او هغه دپاکستان دپوځ لخوا په باجوړ کې دطالبانو په ضد دعملياتو څخه ملاتړ کړى ؤ.
اخوا دخيبرپښتونخوا ايالت په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې درې جنگيالي وژل شوي دي.
دغه نښته دمټې په ارکوټ سيمه کې رامينځته شوې ده.
سرچينې وائي په وژل شوؤ کې درې مهم طالب مشران اختر، رفيع الله او نويدالرحمان شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG