لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو او هنگو نښتو کې 30 جنگيالي وژل شوي دي


د اورکزو او هنگو نښتو کې 30 جنگيالي وژل شوي دي
د اورکزو او هنگو نښتو کې 30 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان د قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې د شورو په ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني پوځيانو دتازه عملياتو په ترڅ کې نور 20 جنگيالي وژلي دي.

د پاکستان د قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې د شورو په ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني پوځيانو دتازه عملياتو په ترڅ کې نور 20 جنگيالي وژلي دي.
تندلارو سره په نښته کې ديو عسکر دوژل کيدو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
دسرچينو له مخې په اورکزو ايجنسۍ کې لس تندلاري هاغه مهال ووژل شول کله چې امنيتي ځاکونو بمباري وکړه او دتندلارو 6 ځالې يې تباه کړې.
همدغه شان امنيتي ځواکونو په بره اورکزو کې هم دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 10 تندلاري وژل شوي دي.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دنهې په ورځ اورکزو ته په دوره تللى ؤ او دغلته يې دتندلارو په ضد په عملياتو بوختو پوځيانو ته په کاميابو عملياتو مبارکي ورکړې وه.
د شورو په ورځ جاري شوي يو سرکاري بيان کې پوځ په اورکزو ايجنسۍ کې د تندلارو پر ضد روانو عملياتو پايې ته درسولو او ددغه سيمې څخه دتندلارو دپاکولو اعلان کړى دى.
امنيتي ځواکونو په اورکزو ايجنسۍ کې د جنوبي وزيرستان د پوځي عملياتو څخه دتښتيدلو سلگونو جنگيالو په ضد دروان کال دمارچ په مياشت کې په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي وؤ چې پکې تر دې مهاله د800ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا شوې ده.
بل لورې د سرچينو له مخې بيگاه شپه دهنگو ضلعې په شاهو خيل سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته دراکټونو او مارټر دگولو ددغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو هم دتندلارو په ضد چټک عمليات ترسره کړي چې پکې د10ؤ تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG