لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو په عملياتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي


د اورکزو په عملياتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي
د اورکزو په عملياتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي

د خالي په ورځ پاکستاني پوځيانو د جيټ الوتکو له لارې دقبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې ده چې پکې لږ تر لږه 14 جنگيالي وژل شوي او 9 نور ژوبل شوي دي.

سرچينې په اورکزو ايجنسۍ کې دموجودو تندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات اوس هم روان دي او په بره اورکزو کې امنيتي ځواکونو پرمختگ کړى دى.
دخالي دورځې ددغو عملياتو په هکله په سيمه کې موجود يو انتظامي چارواکي سميع الله خان خبريالانو ته وئيلي دي دجيټ الوتکو څخه په سيمه کې دپاکستاني طالبانو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.
په دغو عملياتو کې د10ؤ تندلارو دپخلي کولو ترڅنگ هغه وويل دبمبارۍ له امله يو شمير تندلاري ژوبل شوي اؤ دهغوئ څلورځالې هم لۀ مينځه وړل شوي دي.
اورکزۍ ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډه پوله نۀ لري خو داورکزۍ سره په لگيدلو قبائيلي سيمو کرمه او خيبرايجنسيو کې دا مهال يو شمير تندروه مذهبي ډلې فعاليتونه کوي.
دپاکستان امنيتي ځواکونه وائي په جنوبي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دعملياتو څخه وروستو گڼ شمير جنگيالي نزدې قبائيلي سيمو ته تښتيدلي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دمارچ په وروستيو کې دپاکستان دامنيتي ځواکونو لخوا دجنوبي وزيرستان څخه دغلته دتښتيدلو اؤ پټو شوؤ جنگيالو په ضد گډ عمليات په نااعلانه ډول روان دي او پوځ تيره اوونۍ په اورکزو کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو پايې ته درسولو اعلان هم کړى ؤ.
خو پوځ په اورکزو کې دفتحې او ددغه سيمې څخه دتندلارو دپاکولو اعلان په داسې حال کې کړى دى چې وخت په وخت اوس هم دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي.
پاکستاني پوځيانو داورکزو په بيلا بيلو سيمو کې دځمکنيو بريدونو ترڅنگ دتندلارو په ضد په دغو عملياتو کې جنگي الوتکې او گن شپ هيلي کاپټر هم کارولي دي چې پکې دتندلارو يو شمير ځالې له مينځه وړل شوي او چارواکي په دغو عملياتو کې د900ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کوي.
ديو شمير پوځي مشرانو په گډون په دغو عملياتو کې د35ؤ څخه زيات عسکر هم وژل شوي دي.
په سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو خواؤشا دوؤ لکو کسانو محفوظو ځائيونو ته کډي کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG