لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو عملیاتوکې 25 جنګيالي او یو عسکر وژل شوي دي


Orakzai Agency, Pakistan

د پاکستان په قبايلي سيمه بره اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضدد امنيتي ځواکونو عملياتو کې نور 25 جنګيالي وژل شوي او 15 ژوبل شوي دي.

د سيمې نه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي د شورو په ورځ د اورکزۍ ايجنسۍ په ډبورۍ سيمه کې امنيتي ځواکونه د پرمختګ په هڅه کې وو چې په دغه مهال وسلوالو جنګياليو بريد وکړو. سرچينې وايي په دغه بريد کې يو عسکر وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.
د تندلارو د دغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې د پټو جنګياليو په ضد چټک عمليات وکړل چې پکې 30 تندرويه جنګيالي وژل شوي او15 ژوبل شوي دي. عسکري سرچيني وايى د شورو په ورځ امنيتي ځواکونو په ډبورۍ سيمه کې ترزياته حده ځواک ترلاسه کړى او تندلاري يې دسيمې څخه تيښتې ته اړ کړي دي.
بايد وويل شي په قبايلي سيمه اورکزو کې د تيرو دريو مياشتو راهسې د تندلارو په ضد امنيتي ځواکونو په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي چې پکې د ديارلس سوو څخه د زياتو تندلارو د وژنې ادعا کيږي.
اورکزۍ د پاکستان هغه يواځينۍ قبايلي سيمه ده چې پولې يې د افغانستان سره نه دي لګيدلي. استخباراتي راپورونه وايي د افغانستان سره پيوست دپاکستان قبايلي سيمه جنوبى وزيرستان کې د تند لارو په ضد د فوځي عملياتو د پيل کيدو را په دې خوا د دغو سيمو څخه يو شمير تندرويه جنګيالي اورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي او د دغه سيمې څخه دپاکستان او افغانستان دننه د ورانکاريو پلانونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG