لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزی ايجنسي : نښته کې يو عسکراو شپږ جنگيالي وژل شوي دي


اورکزی ايجنسي : نښته کې يو عسکراو شپږ جنگيالي وژل شوي دي
اورکزی ايجنسي : نښته کې يو عسکراو شپږ جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې يو عسکر او 6 جنگيالي وژل شويدي.
دسرچينو له مخې دکوزې اورکزو ايجنسۍ په کرغان امنيتي پوسته تندلارو بريد وکړو چې له امله يې يو عسکر ووژل شول.
له دې وروستو امنيتي ځواکونو دبريدکوونکو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل چې پکې شپږ جنگيالي ووژل شول.
تيره ورځ دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په انارگۍ نومې امنيتي پوسته هم تر څلويښتو پورې وسله والو جنگيالو په خودکاره وسلو سره بريد کړى ؤ چې پکې درې عسکر وژل شوي وؤ او ځوابي عملياتو کې تر 19ؤ پورې جنگيالو دوژنې ادعا شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG