لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: دا رپورټه دروغ دي چې د ځان سره مې مېلینونه ډالرې د افغانستان څخه وړي


د دې نه وړاندې اشرف غني یو وډیو پېغام خپور کړی و
د دې نه وړاندې اشرف غني یو وډیو پېغام خپور کړی و

د افغانستان پخواني صدر اشرف غني ویلي دا رپورټونه "دروغ" دې چې د ځان سره په مېلینونو ډالر د ملک نه وېستلي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ ټوېټر دلارې یو پېغام کې اشرف غني وویل د ارګ د محافظینو په مشوره یې ملک د پرېښودو فېصله وکړه او دا ډول یې "ټوپکې خاموشه" پاتې کړې او د کابل ښار یې د کوڅه په کوڅه جنګ نه وساتلو.

هغه وویل دا "الزامات په مکمله او کره" توګه دروغ دي چې افغانستان نه د وتلو په مهال یې د افغان ولس مېلینونه ډالرې د ځان سره وړي دي.

افغانستان نه د هغه د وتلو وروسته متحده عرب اماراتو ویلي چې اشرف غني ته یې هرکلی وېلی دی. خو په ټوېټر خپل پېغام کې هغه دا نه دي ویلي چې دا وخت کوم ځای ژوند کوي.

د امریکې صدر جوبایډن د اشرف غني په اړه ویلي چې د افغانستان نه ووتلو او ملک یې د افغانانو "دښمنانو" ته وسپارلو.

د امریکې د خارجه وزارت یوې چارواکې ويلي چې اشرف غني د افغانستان په اینده کې څه کردار نه دی پاتې شوی.

صدر بایډن
صدر بایډن

د اشرف غني د پېغام نه یوه ورځ وړاندې طالبانو د خپل موقتي حکومت کابینه اعلان کړه.

په ټوېټر خپل پېغام کې اشرف غني وویل چې ټول عمر یې دا یقین لرلی دی چې د خپلواکه، پرامنه او خوشحاله افغانستان لارې په "جمهوري ریاست" کې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG