د پاکستان سټېټ بېنک د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په بهر ملکونو کې مېشته پاکستانیانو د مارچ په میاشت کې دوه اشاریه پېنځه بېلین ډالر وطن ته راولېږل چې د فېبرورۍ په میاشت کې پاکستان ته د رالېږل شویو پېسو په مقابل کې ۲۷ اشاریه څلور فیصد اضافه ده.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د پاکستان سټېټ بېنک په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د مارچ په میاشت کې پاکستان ته رالېږل شوې پېسې په تېرو اووه میاشتو کې تر ټولو زیاتې دي.
پاکستان ته زیاتره پېسې په عرب ملکونو، برطانیه او امریکا کې مېشته پاکستانیانو لېږلي دي.
چارواکي وايي د سټېټ بېنک اعلان د اقتصادي کړکېچ سره مخامخا د پاکستان معیشت د ښه کېدو امید ښکاره کړی دی.
ای پي وايي پاکستان د بدترین اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د تېر اوړي په موسم کې سیلابونو يې داقتصاد نور هم زیانمن کړی دی چې د ۳۰ بېلین ډالرو مالیت نقصان یې ملک ته رسوولی دی.
د سيلاب نه علاوه، ای پي وايي، د ترهګرۍ څپې هم د پاکستان اقتصاد ته نقصان رسوولی او تېره هفته حکومت د پاکستاني طالبانو خلاف د نویو عملیاتو اعلان وکړو.
د رپورټ ترمخه تېر کال د نومبر په میاشت کې حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو وروسته پاکستاني طالبانو په ملک کې حملې زیاتې کړي دي.
پولیس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په کوټه کې یوه شپه مخکې د وسله والو په حمله کې دوه پولیس افسران په ډزو ووژل. د پولیس په جوابي ډزو کې یو حمله کونکی هم ووژل شو.
د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزېنجو د حملې غندنه وکړه.
ټي ټي پي په یو بیان کې په کوټه کې په پولیس د حملې ذمه واري ومنله.
پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د قرض یو اشاریه یو بېلین قسط د اخیستلو دپاره مذاکرات شروع کړي دي خو فريقین لا معاهدې ته نه دي رسېدلي. دغه قسط د شپږ بېلین ډالرو مالیت قرض برخه ده چې ايي اېم اېف او پاکستان پې په ۲۰۱۹ کې معاهده کړې وه.
ای پي وايي اقتصاد پوهان ویره څرګندوي چې که چېرې پاکستان د ايي اېم اېف نه قرض وا نه خیستل شي نو په ملک کې به ګراني نوره هم زیاته شي. د رپورټ ترمخه دا وخت په پاکستان کې د افراط زر شرح ۲۱ فیصد ده.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د ايي اېم اېف، ورلډ بېنک او امریکايي چارواکو سره خبرو دپاره واشنګټن ته تلونکو خو تېره هفته يې وویل چې په ملک کې د سیاسي حالاتو له امله يې د واشنګټن دوره منسوخ کړه.
اسحاق ډار د ګل، دوشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل ملک به د ترقۍ په لاره روانه وی او دا چې د خدای په فضل به ملک نه دیوالیه کېږي.
ډار وویل چې د پاکستان د زرمبادله ذخیره چې تېره میاشت د دریو بېلین ډالرو نه کمه وه اوس نهه بېلین ډالر ته رسېدلې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي