لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امدادي اداره اکسفېم وايي د خپلو کارکونکو د بد جنسي چلند تحقیقات یې پېل کړي


اکسفېم د نړۍ په لویو امدادي ادارو کې شامل تنظیم دی چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د غربت د خاتمې او په بیړني حالاتو کې امدادي خدمات ترسره کوي

نړي والې امدادي ادارې اکسفېم ویلي د ادارې د یو شمیر کارکونکو خلاف یې د بد جنسي چلند په لړ کې تحقیقات پیل کړې دي.

ادارې دغه اعلان تېره هفته د راڅرگند شوو هغه رپورټونو ورسته کړی چې کارکونکو يې د کال ٢٠١٠ م د زلزلې ورسته په هی ټي هېواد کې جنسي خدمات خرڅونکو ته پېسې ورکړې دي.

اکسفېم د نړۍ په لویو امدادي ادارو کې شامل تنظیم دی چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د غربت د خاتمې او په بیړني حالاتو کې امدادي خدمات ترسره کوي. خو د ادارې د کارکونکو د بد جنسي چلند په وجه اکسفېم د بدنامۍ سره مخامخ ده.

د اکسفېم مشرانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلو کارکونکو په روش بخښنه غوښتي او وې ویل چې د ٢٦ کیسونو تحقیقات یې پیل کړې دي.

په هی ټي کې د اکسفېم د هغه وخت مشر د پلټونو د شروع کیدو نه وړاندې استعفا ورکړې ده او ویلي یې دي چې هیڅ غلط کار یې نه دی کړی.

په کال ٢٠١٧ کې د برطانيي حکومت اکسفېم ته ۴٥ مېلین ډالر او هم دومره امدادی پېسې ورته د یورپي هېوادونو اتحاد یورپین یونین ورکړې دي خو دواړو ویلي ادارې ته په ورکړی شوو پېسو به نظرثاني کوي.

اکسفېم ویلي په تیرو لسو ورځو کې د برطانيي او د یورپین نه علاوه ٧٠٠٠ نورو مرسته کونکو هم د ادارې سره مالي امداد بند کړی دی.

XS
SM
MD
LG