لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله یوسفزۍ لپاره د هندي فلم ٫٫پیډمین٬٬ د خصوصي کتنې تابیا کیږي


د خېبر پښتونخوا سوات سره تعلق لرونکې نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ د هندي فلم ٫٫پیډ مین٬٬او ددې پېغام لپاره د خپلو مرستو څرګندونه کړې.

نوموړې د پیډمین پروډیوسرې او د هندي فلمونو وتلې هنرمندې ټوینکل کهنه سره په اکسفورډ کې د ملاویدو وروستو د فلم مرکزي سوچ ستاینه کړې. د هند خبري ادارې ايي ای این ایس ترمخه د پیډمین ډایریکټر آر بلکي د ملاله یوسفزۍ لپاره د دغه فلم خصوصي مخ کتنې لپاره کار کوي.

نوموړي د ملاله لخوا د پیډمین فلم مرستې ښودو په سر ډېره خوشحالي څرګنده کړې او ویلي د ملاله په مرسته ډېر عزت محسوسوي. آر بلکي ویلي د ملاله په رنګ اوازونه به د پیډمین فلم پېغام مخ په وړاندې بوځي.

د کال ۲۰۱۸ فلم پیډمین مرکزي سوچ د ټوینکل کهنه کتاب(The legend of Lakshmi Prasad) نه اخستل شوی په کوم کې چې د تامل ناډو ریاست سره تعلق لرونکي یو سماجي کار کوونکي ارونا چلم موروګننتهم د ژوند قیصه لیکل شوې.

ارونا چلم په هندوستان کې د ښځو میاشتینۍ ناروغۍ (ماهوارۍ) لپاره ارزان بیعه پیډونه معارفي کړي وو. دغه فلم د هندوستان په سنیماګانوکې د کال ۲۰۱۸ روانې میاشتې په ۱۸لسمه نیټه کتو ته وړاندې شوی.

د فلم ډایریکټر بلکي دا هم ویلي په هندوستان کې د ښځو میاشتینۍ ناروغۍ په سر داسې فلم جوړولو په اړه هغه ته اول یقین هم نه راتلو خو ویلي دا یو حقیقت دی چې دا د ارونا چلم موروګننتهم د ریښتیني ژوند قیصه ده.

نوموړي ویلي هغه د ارونا چلم د کردار په اړه د پیډمین فلم جوړولو فیصله په دې وکړه چې دا د یو داسې تن قیصه ده چا چې د منځنۍ طبقې (غریبوکورنیو) ښځو لپاره ارزان بیعه پیډونو جوړولو فکر وکړو او داچې د دغه سوچ نه يې ډېر اثر هم اخستی.

پیډمین فلم په پاکستان کې په سنیماګانو باندې تراوسه نه دی ښودل شوی او امکان څرګندیږي چې په دغه فلم باندي بندیز اولګي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG