لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خزانې وزیر: افغانستان سره د سرحدي لارو تړلو دوه اړخیزه تجارت اغیزمن کړی


د پاکستان د خزانې وزیر رانا افضل منلي د پاکستان او افغانستان تر مېنځه تاو تریخوالي او د سرحدي لارو تړلو د دواړه هیوادونو تجارت ته سخت زیان رسولی، خو زیاتوي د افغانستان سره د تجارت ښه کولو لپاره کوششونه روان دي.

د زیارت پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د وي او ای اردو څانګې سره د خبرو اترو په وخت ښاغلي رانا افضل زیاته کړې د دواړه هیوادونو تر مېنځه د تجارت ښه کولو لپاره په تورخم سرحدي لاره د نوي کسټم کلېرنګ سهولت به ډیر زر پرانستل شي چې د افغانستان نه راتلونکي کنټینرې زر تر زره د هلته نه راوځي.

د خزانې مرکزي وزیررانا افضل په خپلو خبرو کې منلي افغان چارواکې هم غواړي د پاکستان په لاره کیدونکي تجارت یا ټرانزټ ټریډ په لار کې موجود خنډان لرې کړی شي او په دغه لړ کې د پاکستان لخوا ګامونه اخستل پیل شوي دي.

رانا افضل ویلي: ٫٫ د افغانستان سره زمونږ پوله وړاندې څو وارې بنده شوې وه چې په دوه اړخیزه تجارت يې ډیر بد اغیز شوی وو. د دواړه هیوادونو تجارت لپاره دغه لار خلاصه ساتل ډیر مهم دي.٬٬

د روانې میاشتې په پیل کې د افغانستان او پاکستان د تجارت ګډ چېمبر ویلي وو د دواړه هیوادونو تر مېنځه تاو تریخوالي له سببه تجارت نیم په نیمه کم شوی دی.

د پاکستان د خزانې وزیر دا هم منلی د افغان ټرانزټ ټریډ لاندې کیدونکي تجارت امنیت سېوا کیدو له امله هم په دغه تجارت اغیز شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG