لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د پاک افغان ټرانزټ ټريډ پېل به 12مې فرورۍ نه کيږي


اسلام اباد : د پاک افغان ټرانزټ ټريډ پېل به 12مې فرورۍ نه کيږي
اسلام اباد : د پاک افغان ټرانزټ ټريډ پېل به 12مې فرورۍ نه کيږي

افغانستان ته دپاکستان په لاره دخپلو څيزونو هند ته دبرامد کولو په دوه اړخيزه تړون به عمل درامد دفرورۍ د12مې نيټې څخه پيل کيږي.
دپاکستان دتجارت وفاقي وزير امين فهيم وينا ده دپاک افغان ټرانزټ ټريډ تړون نفاذ ددواړو هيوادونو ترمينځ په گڼو کچو ترسره شوؤ مذاکراتو کې په ټولو اړخونو دتفصيلي جاج اخستو څخه وروستو کولى شي.
هغه وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل دتجارتي لارې ورکړې ددغه تړون لاندې به دافغانستان دسامان څخه ډکې کنټينرې سيل يا تړل کيږي او ورته به دوړاندې څخه دمقرر شوې لارې په ذريعه دلاهور سره نزدې دواهگه پولې پورې دتللو اجازه وي چې ددغه ځايې څخه به بيا دا سامان هند ته ليږدول کيږي.
امين فهيم وويل دتجارت به بهانه دقاچاق مخنيوي لپاره به دپاکستان څخه دتيريدونکو افغان ټرکونو دکاروانونو څارنه دسټيلائټ ټريکر په ذريعه کولى شي چې دغه شان منزل ته درسيدو وړاندې ددغو ټرکونو لاره بدله نۀ کړل شي.
هغه دتړون ددفاع کولو په ترڅ کې وويل ددغه تړون گټه به يواځې افغانستان ته نۀ بلکې پاکستان هم رسيږي ځکه چې دپاکستاني مصنوعاتو ترمينځنو ايشيائي رياستونو دمنډهيانو پورې رسولو لپاره به افغان خاوره استعمالول کيدلى شي.
دتجارت دوزارت سکتر ظفر محمود وائس اف امريکا ته وويل دا مهال په افغانستان کې دامن وامان دخرابوضعيت له امله په ځينو لارو پاکستاني ټرکونو ته تر خپل منزله پورې رسول کيدو کې ستونزې راولاړيدى شي خو دهغه په وينا دغه حالات به تر داسې نۀ وي او په راتلونکي کې به ددغه تړون لاندې پاکستان ته تجارتي گټه رسيږي.
هغه وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ دتجارتي لارې دورکړې تړون په کال 1965م کې شوى ؤ خو دهغې مطابق پاکستان ته داسې کوم رعايت ترلاسه نۀ ؤ چې گنې پاکستان به دافغانستان په لاره خپل مصنوعات نورو هيوادونو ته برامد کولى شي.
دپاک افغان ټرانزټ ټريډ تړون په اړه په يو دستاويز دافغانستان او پاکستان چارواکو دکال دوه زره لسم دجولائي په مياشت کې په اسلام اباد کې لاسليکونه کړي وؤ او په دغه دستوره کې دامريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن هم گډون کړى ؤ.
پاکستاني چارواکو دا تنقيد رد کړى چې گنې دغه تړون يې دامريکا په فشار کې کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG