لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ به هر خارجي برید ته ځواب ورکوي: جنرال باجوه


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د غربي هیوادونو پوځي مشرانو ته ویلي، پاکستان د هرقسمه خارجي برید د ځواب ورکولو حق لري.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي جنرال قمر جاوید باجوه دغه پوځي او سفارتي چارواکو ته په ډاګه کړې چې پاکستان به د هررنګه خارجي برید ځواب ورکوي.

د ايي اېس پي ار لخوا په دغې اړه په یو ټوېټ کې ویل شوي د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جمعې په ورځ د امریکا پوځ مرکزي کمانډ (سېنټکام) مشر، د برتانیې د پوځ او دفاعي چارو مشر، د اسټریلیا د دفاعي ځواکونو مشر تر څنګ په پاکستان کې د امریکا، برتانیې او چین سفیرانو سره په ټېلیفون خبرې کړي او ورته يې ویلي ٫٫ پاکستان به په خپله دفاع کې د هرقسمه برید ځواب ورکوي.٬٬

د ايي اېس پي ار لخوا په یو ټوېټ کې ویل شوي خارجي پوځي او سفارتي چارواکو د پاکستاني پوځ د مشر سره په خبرو اترو کې د پاکستان او هند تر منځه پیدا شوي تاو تریخوالي هم خبرې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG