لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په سياسي هلو ځلو کې هيڅ کار نه لري


د پاکستان د پوځ وياند ويلي په اسلام اباد کې روان مارچ يا احتجاجي ناسته دا سياسي کار دی د پوځ بحيثيت اداره په دې کې نه کار شته او نه پرې کار لري.

مېجر جنرل اصف غفور د پاکستان شخصي ټيلي ویژن (هم نيوز) سره په خبرو کې په اسلام اباد کې د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ د احتجاج په اړوند وويل پوځ د ادارې په حېث په دې کارونو کې هيڅ رول نه لري.

هغه وويل پوځ د تېرې يوې مودې نه د ملک په دفاع کې بوخت دی د دې کارونو وخت نه لري اپوزيشن او حکومت دې دا مخ په وړاندې بوځي.

اصف غفور وويل احتجاج جمهوري حق دی او په دې احتجاج کې د ځینې بېرغونو په ښکاره کېدو نړيوال غبرګون ښکاره کېدی شي او مولانا فضل الرحمان په هغې پوهيږي.

پينځه ورځې وړاندې په پاکستانۍ میډيا او ټولنیزو رسنیو د اسلام اباد ازادي مارچ کې د افغانستان د طالبانو په بیرغ راوړل کیدلو کلکې پوښتنې راولاړې شوې او د مولانا فضل الرحمان څخه غوښتل شوي وؤ چې هغه باید سپیناوی وکړي چې د طالبانو بیرغ د هغه په جلسه کې څه کوي؟.

وروسته جلسې ته په خپله وینا کې مولانا فضل الرحمان د پاکستان ریاست ته په اشارې کولو شک څرګند کړی او ويلی يې ؤ، "جلسې ته د طالبانو د بیرغ راوړل کیدلو شرارت هم کیدای شي تا پخپله کړی وي تر څو د جلسې په ضد پروپېګنډې دپاره څه مواد په لاس درشي".

هغه ويلي ؤ "دلته به چا د طالبانو جنډه خوځولي وي تاسو ترې لویه ستونزه جوړه کړه،خو طالبانو ته چې تاسو دهشت ګرد وایئ د صدارتي‌ پروټوکول (درناوي) سره دلته پاکستان کې حکومت دهغوئ هرکلی وکړو".

پوځي وياند وويل، پوځ د حکومت په امر عمل کوي او د ۲۰۱۴م په په احتجاجي دهرنا کې هم پوځ دغه ډول رول ادا کړی او پوځ د هغه وخت حکومت بللی ؤ.

هغه وويل پوځ په انتخاباتو کې هيڅ کار نه لري خو پوځ د ائین لاندې راغوښتل کيږي، پوځ په خپله نه غواړي چې په انتخاباتو کې شريک شي د وخت حکومت يې راغواړي.

د پوځ وياند دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په اسلام اباد کې د ازادي مارچ په مهال د مولانا فضل الرحمان د ادارو په اړوند بيان او بيا د پوځي ویاند د مولانا څخه د سپيناوي بيانونه مخې ته راغلي وو.

مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ په لمړۍ ورځ زرګونو ګډونوالو ته په وینا کې د کومې ادارې د نوم اخيستو پرته ويلي ؤ، له ادارو سره تضاد يا ټکر نه غواړي خو ادارې هم باید خپله بې طرفي ثابته کړي.

د فضل الرحمان د دغه وېنا په اړوند د پاکستان په شخصي ټيلي ويژن (ای ار وايي) باندې د پوځ د وياند مېجر جنرل اصف غفور نه پوښتنه شوې او هغه ورته په ځواب کې ويلي ؤ،

"اول خبره دا ده او د هغه (مولانا) نه دا پوښتنه ده چې هغه د کومې ادارې خبره کوي، او که هغه د پوځ خبره کوي نو پوځ بې طرفه اداره ده مونږ د ائين او قانون په عملدارۍ یقين ساتو او زمونږ ملاتړ په جمهوري توګه د يو منتخب حکومت سره دی د يو ګوند سره دی".

هغه وويل "که مولانا ته په انتخاباتو کې د روڼتيا شکايت وي او پوځ پکې هسې راکاږي نو اوله خبره دا ده چې پوځ په انتخاباتو کې خپله ائيني او قانوني زمه واري پوره کړې ده خو که هغه بيا هم اعتراض لري نو اړونده ادارو پله دې لاړ شي، نه چې په سړکونو په ادارو تورونه ولګوي".

مولانا فضل الرحمان بيا د پوځي وياند بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ،

"د پوځ وياند چې کوم بيان ورکړی دی دا بيان کوم سياستوال له ورکول پکار ؤ او پوځي وياند چې څنګه ويلي پوځ دې بې طرفه اداره وي خو پوځي ویاند د دغه بيان د لارې د پوځي ادارې يو طرفته بوتلو هڅه کړې ده او دوی ګڼي چې داسې کول نه دي پکار".

هغه ويلي ؤ "زما نه پوښتنه شوې چې د ادارې نه يې څه مطلب دی؟". په ځواب کې يې هغه ويلي ؤ پوځي ویاند پوهه شوی چې هغه د ادارې نه مطلب څه دی؟.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG