لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په افغان پوله رابطه مرکزونه پرځائې کړې


El cantante puertorriqueño Gilberto Santa Rosa disfruta de la interpretación de una integrante de su orquesta a ritmo de trompeta.
El cantante puertorriqueño Gilberto Santa Rosa disfruta de la interpretación de una integrante de su orquesta a ritmo de trompeta.

دگل په ورځ افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو وئيلي دي پاکستان په افغان پوله جوړو دتماسونو مرکزونو کې دوباره رابطه افسران بحال کړي دي.

په مومند ايجنسۍ کې دنومبر په 26مه نيټه دپاکستاني پوځيانو په دوؤ سرحدي چوکو دنيټو ځواکونو دهيلي کاپټرو او الوتکو له لوري ترسره شوي بريد کې د24ؤ عسکرو دوژل کيدو وروستو پاکستان په دغه پيښه سخت غبرگون ښودلى، دتماسونو مرکزونو کې درابطه افسرانو دغه دوباره گمارنه دتاؤتريخوالي کمولو لوري ته لمړى گام دى.

خو په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره ددغه پيښې څخه راپديخوا پاکستان تر دې مهاله دسامانونو وړونکو گاډو لارې نۀ دي پرانستي، دائتلافي ځواکونو چارواکي وائي دوخت تيريدو پځايې که دغه لارې زر پرانستل شي نو دا به نۀ يواځې دبهرنو ځواکونو بلکې پخپله دپاکستان په گټه هم وي.

دمومند ايجنسۍ دبريد څخه دپاکستان او امريکا اړيکې تر ډيره حده تاؤژنې شوي او پاکستان په لمړي ځل دنيټو ځواکونو لپاره تر دومره زيات وخت پورې دگاډو لاره تړلې ساتلې.

تيره اوونۍ امريکائي قانون جوړونکو پاکستان لپاره د700ؤ ملينو ډالرو امداد په منجمد کولو اتفاق کړى اؤ غوښتنه يې کړې وه چې پاکستان دې په افغانستان کې په کورنو جوړيدونکو بمونو کې داستعماليدونکې څرې مخنيوي لپاره گامونه واخلي، امريکائي چارواکي باور کوي افغانستان کې تر ټولو زيات امريکائي پوځيان دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې وژل کيږي.

دايساف يو وياند بريگيډئير جنرل کارسټن جيکبسن خبريالانو ته وئيلي دي چې په افغانستان کې دنيټو لوړپوړي کمانډر امريکائي جنرل جان ايلن دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني سره خبرې کړي او دتيرو څو اوونو راهسې دپرمختيا نخښې ليدل شوي.

هغه وويل چې مونږ ليدلي پاکستاني رابطه افسران دتماسونو سرحدي مرکزونو ته بيرته راگرځي ، جنرل ايلن جنرل کياني سره خبرې کړي ، مونږ سم اړخ ته گامونه اخلو.

دغه سرحدي دتماسونو مرکزونه دتندلارو په ضد کارروائيو کې دپولې دواړو لوري ته دعسکرو ترمينځ همکارۍ لپاره جوړ کړل شوي.

پاکستان وائي چې دمومند ايجنسۍ بريد ارادي عمل ؤ خو واشنگټن دغه تور ردوي، دپيښې دپلټنو امر شوى او جيکبسن ددغو پلټنو تر نتيجو راتللو پورې دپيښې په تفصيلاتو کې تللو څخه ډډه وکړه، هغه په پاکستان ټينگار وکړو چې افغانستان ته دې دسپلايۍ روټس پرانيزي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG