لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سترې محکمې د نقیب مسید د وژنې نوټس اخستی


Naqeeb Mehsud
Naqeeb Mehsud

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید د محکمې نه پشي شا د وژنې د پيښې پخپله نوټس اخستی اؤ په اوو ورځو کې یې د سندهـ دپولیسو مشر نه په دغه اړوند راپور غوښتی دی.

دجنوبي وزیرستان ایجنسۍ سره تعلق لرونکی ۲۷ کلن نقیب مسید په ۳مه جنورۍ پولیسو دکراچۍ نه نیولی ؤ اؤ تیره اوونۍ یې مړی موندل شوی ؤ.

دکراچۍ دپولیسو یو مشر راؤ انور دعوه کړې وه چې نقیب مسید د دریوؤ نورو ترهګرو تر څنګ پولیسو سره یوه مقابله کې وژل شوی خو دنقیب مسید کورنۍ اؤ ملګرو ویلي پولیسو په دریمه جنورۍ هغه دیو هوټل نه بوتلی اؤ بیا وژلی دی.

دنقیب مسید ددغه وژنې په ضد دزیارت په ورځ په ټول پاکستان کې سخت احتجاجونه شوي ؤ اؤ په سوشل میډیا هم یو منظم کمپائن چلیدلی چې له هغې وروسته په سندهـ صوبه کې دواکمنې پییپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو دخپل ګوندحکومت ته دهغه د وژنو دپلټنو امر کړی ؤ.

دبلاول بوټو په امر دسندهـ دپولیسو دمشر ای ډي خواجه لخوا ددغه پيښې دپلټنو دپاره د پولیسو د دریوؤ لوړ پوړو افسرانو یوه کمیټي جوړه کړل شوې چې دجمعې په ورځ دغه کمیټې د نقیب مسید په بېګناه وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انور نه پلټنې کړي دي

د نقیب مسید د وژنې په ضد شوؤ احتجاجونو کې په دپولیسو په دغه کمیټه سختې نیوکې شوي اؤ مظاهره چیانو دریځ خپل کړی ؤ چې هر کله نقیب مسید پولیسو وژلی نو بیا یې د پولیسو په لاس د وژنو پلټنې ولې کیږي.

مظاهرینو د سترې محکمې د مشر قاضي نه غوښتنې کړې وې چې دنقیب مسید د وژنې پخپله نوټس واخلي اؤ ددغه پیښې دې عدالتي پلټنې وکړل شي چې له دې وروسته سترې محکمې د جمعې په ورځ د نقیب مسید د محکمې نه دپشي شا وژنې پخپله نوټس اخستی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG