لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډرون بريد ۴ جنگيالي وژلې


دډرون بريد ۴ جنگيالي وژلې
دډرون بريد ۴ جنگيالي وژلې

دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دگل په ورځ دشکمنو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه څلور تندلاري وژل شوي دي.

دمقامي استخباراتي چارواکو وينا ده دوانا څڅه 15 کلو ميټره لرې لويديز لوري ته په اعظم ورسک نومې سيمه کې د بې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون لخوا دداغل شوؤ دوؤ ميزائيلونو هدف دتندلارو تر استعمال لاندې يو گاډى ؤ.

بريد کې دڅلورو جنگيالو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي خو په سملاسي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې په وژل شوؤ کې دالقاعده يا مقامي تندلارو کوم لوړپوړى مشر هم شامل دى که نه؟

دتيرې مياشتې په 12مه نيټه هم په شمالي وزيرستان کې دډرون لخوا دتندلارو يوه ځاله او يو گاډى په نخښه کړل شوي وؤ چې پکې شپږ جنگيالي وژل شوي وؤ او ددغه بريد راپديخوا دغه تر ټولو وروستى ميزائيلي بريد دى.

سرچينې وائي تر دې مهاله دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې چې ايا هغوي مقامي جنگيالي دي يا بهرني؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG