لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریالان وائي د سختو رویو سره مخامخ دي


پاکستان که خبریالان په ځنې وختونو کې د ترهگرو لخوا دړکو او د امنیتي ادارو چارواکو او یا د سیاسې ډلو د طرفه د سختو رویو او زور زیاتي سره مخامخ نو په دې میدان کې کارکونکې د هغوي ښځې همکاراني هم د یو شمیر مشکلاتو نه تیریږي.

د خیبر پښتونخوا صوبې سرښار پیښور کې کار کونکې ځنې خبریالانې وائي سیمه کې د تندروۍ او جنگیالیتوب له امله خطرات په خپل ځائې، دوې د خپل کار په لړ کې د سختو سماجي رویو او د پښتنې ټولنې د مخصوص سوچ سره هم مخامخ دي چې زنانه یواځې د کور دننه ناستې لیدل غواړي.

نیویارک کې میشته د خبریالانو د تحفظ او د صحافت د ازادۍ د پاره کارکونکې غیر حکومتي اداره کمیټې ټو پروټیکټ جرنلسټس هم وائي پاکستان کې زنانه خبریالانو د پاره نه یواځې د مذهبي ډلو لخوا مشکلات موجود بلکه دوې په دفترونو او د کار په لړکې د دفتر نه بهر هم د سختو حالاتو او د جنسې بد سلوکۍ سره مخامخ کیږي. ددې نه علاوه کمیټي وائي د پاکستان په میډیا کې د ښځو نمائندگې هم ډیره کمه ده چې باید پوره کړی شي.

د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریالا صداقت جان په دې ورستیو کې پاکستان کې د خبریالانو د پاره د حالاتو جاج اخستلو د پاره د پاکستان سفر کړی دی او په دې لړ کې د ښځو صحافیانو د حال معلومولو په دې لړ کې يي د ټي وي خبریالې انیلا شاهین او عائشه تسکین سره مرکه کړې ده او رپورټ يي تیار کړی دی. تاسو يي دلته اوریدی شۍ:

Recommended

XS
SM
MD
LG