لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:دحادثاتي جنگ په امکاناتو کمولو پاک وهند مذاکرات


اسلام اباد:دحادثاتي جنگ په امکاناتو کمولو پاک وهند مذاکرات
اسلام اباد:دحادثاتي جنگ په امکاناتو کمولو پاک وهند مذاکرات

دپاکستان او هند ترمينځ روانو ددوه اړخيزه امن مذاکراتو لاندې ددواړو هيوادونو لوړپوړو چارواکو دوه ورځنۍ غونډه دگل په ورځ اسلام اباد کې پيل شوې ده.

دغونډې په لمړۍ او دوهمه ورځ به دايټمي وسلو په اړه دباور جوړونې په گامونو غور کولى شي.

خبرو اترو کې دپاکستاني هيئت مشري دخارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري منور سعيد بهټي او د10 کسيز هندي هيئت مشري يشونت سنهارا کوي، په ايټمي وسلو کيدونکو خبرو کې به بالا ورما دخپل هيواد دهيئت مشري کوي.

په 1947ء کې دبرطانيې څخه دازادۍ ترلاسه کولو وروستو تر دې مهاله دپاکستان او هند ترمينځ درې جنگونه شوي خو په 1998 کې ددواړو هيوادونو له لوري دايټمي تجربو کولو وروستو ماهرين پرله پسې ددې انديښنو څرگندونه کوي چې دجنوبي ايشياء ددغو دواړو رقيبو هيوادونو ترمينځ مستقبل کې دکيدونکي کوم ممکنه جنگ دايټمي وسلو داستعمال وجه کيدى شي.

هم ددې انديښنو کمولو لپاره پاکستاني او هندي مشرانو دمذاکراتو په ذريعه په خاص توگه دپوځي رابطو موثره کولو لپاره دتجويزونو دراکړې ورکړې ترڅنگ په يو داسې تړون لاسليکونه هم کړي چې دواړه خواوې ددې پابندوي چې دکوم ميزائيل تجربې څخه وړاندې به يو بل ته دوړاندې څخه اطلاع ورکوي.

يو شخصي ټيلي ويژن سره خبرو کې دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط اسلام اباد کې دترسره کيدونکو مذاکراتو تفصيلات ورکړل، هغه وائي ددې مقصد يو دى او هغه دا چې سيمه کې دپاکستان او هند ترمينځ ددسې باور جوړونې لپاره گامونه واخستل شي چې په نتيجه کې يې ثبات ته زيان ونۀ رسيږي، او په يوه باثباته طريقې سره دواړه هيوادونه خپل دفاعي پروگرامونه مخ په وړاندې بوځي.

دخارجه دفتر دوياند په قول ددغو ټولو گامونو مقصد ديو بل په حالاتو ځان پوهول دي چې دغه شان دغلط فهمۍ په بنياد دکوم غيرمستحکم صورتحال څخه ځان وساتل شي.

پاکستان او هند هر کال دجنورۍ په لمړۍ نيټه دخپلو ايټمي تنصيباتو دفهرستونو تبادله کوي، دغه تبادله ددواړو هيوادونو ترمينځ 1998ء کې ددواړو هيوادونو ترمينځ دترسره شوي يو تړون لاندې کولى شي چې مقصد يې دا دى دجنگ په صورتحال کې به هند او پاکستان په دغو حساسو هدفونو بريد نۀ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG