لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: افغانستان به د واهګه د لارې هند سره نوی تجارت نه کوي


د پاکستان او هند تر منځه د کشمیر په لانجه راپورته شوي کړکېچ وروسته پاکستان ویلي چې افغانستان به د هندوستان سره د واهګه په لارې نوی تجارت نه کوي.

پاکستان کې د صنعایو او تجارت مرکزي وطاق مشر انجېنر دارو خان اڅکزۍ وي او ای ډیوه ته ویلي دغه خبره ورته تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم صلاحکار رزاق داود د یو ملاقات په وخت کړې.

د ښاغلي دارو خان ترمخه دا وخت چې د افغانستان کوم تجارتيګاډي په پاکستان کې دي هغه به هندوستان ته پرېښودل کیږي خو نوو ګاډو ته به اجازه نه ورکوي.

د پاکستان حکومت د هندوستان سره د کشمیر په سر راپورته شوي تاو تریخوالي وروسته د هندوستان سره د سفارتي اړیکو ځنډولو تر څنګ د تجارتي اړیکو ځنډولو فیصله هم کړې.

د انجېنر دارو خان ترمخه دا مهال د پاکستان او افغانستان خپل منځي تجارت ۱.۸ بېلینه ډالره دی چې پکې ۵۰۰ مېلینه ډالرو سامانونه د افغانستان نه پاکستان ته او ۱.۵ بېلینه ډالرو سامانونه د پاکستان نه افغانستان ته ځي.

د پاکستان حکومت دوه ورځې وړاندې هندوستان سره د سفارتي تعلقاتو د کمولو او د دوه اړخیز تجارت ځنډولو فیصله کړې وه. پاکستان دا هم وویل چې د اگست په ١٥ د هندوستان د ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توگه لمانځي.

پاکستان د هند په اړه د دغو گامونو اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د یوې غونډې وروسته کړی.

د نېشنل سکیورټي کمېټي یا د قامي سلامتیه د کمېټۍ د غونډې مشري وزیراعظم عمران خان کوله چې پکې اعلا حکومتي او پوځي مامورین ناست وو.

د غونډې وروسته، د عمران خان د دفتر څخه جاري شوي بیان کې وویل شو چې پاکستان به هندوستان سره د سفارتي تعلقاتو کچه ټیټه کړي، دوه اړخیزه تجارت به ورسره وځنډوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو انتظاماتو ته به بیا کتنه کوي، معاملات به ملگرو ملتونو او د ادارې امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته وړاندې کوي، د پاکستان د ازادۍ ورځ به د کشمیریانو سره د یوالې په توگه لمانځي او د هندوستان د ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توگه نمانځل کیږي.

د هندوستان حکومت د خپل انتظام دلاندې کشمیر خصوصي آئیني حېثیت ختم کړی. د خصوصي حېثیت دلاندې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر ته په یو شمیر معاملاتو کې خپلواکي ترلاسه وه.

د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د فیصلې وروسته په هندي کشمیر کې گرځبندیز پرځای کړی شوی او د انټرنیټ، ټېلې فون او موبایل نظام تړل شوی دی. په سیمه کې په لویه شمیره کې امنیتي ځواکونه پرځای کړی شوي دي.

او په واشنگټن کې د امریکې خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ، وویل هندوستان د کشمیر خصوصي حېثیت په ختمولو کې خو نه واشنگټن خبر کړی و او نه یې د واشنگټن سره په دې اړه څه صلاح کړې وه.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ سټېټ ډپارټمنټ د ټوېټر دلارې وویل چې دا مطبوعاتي رپورټونه صحیح نه دي چې گنې هند د کشمیر په اړه خپلې فیصلې نه امریکا خبر کړې وه او په دې لړ کې یې ورسره صلاح مشوره کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG