لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان طالبانو سره د تعلق رپورټ رد کړی


پاکستان د برطانوي یونیورسټۍ هاغه رپورټ رد کړی چې د ايي ایس ايي د طالبانو سره روابط دي
پاکستان د برطانوي یونیورسټۍ هاغه رپورټ رد کړی چې د ايي ایس ايي د طالبانو سره روابط دي

پاکستاني چارواکو د برطانيي د یونیورسټۍ هاغه رپورټ رد کړی چې د ايي ایس ايي طالبانو سره نیغ په نیغه تعلقات دي

د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو د برطانيي د یوې یونیورسټۍ هاغه رپورټ رد کړی چې د پاکستان د استخباراتو اداره د طالبانو سره نیغ په نیغه تعلقات لري.
د برطانيي لندن سکول اف اکنامکس د اتوار په ورځ جاري کړی شوې رپورټ کې ویلې چې د پاکستان د پوځي انتظام د لاندې استخباراتي اداره ايي ایس ايي نه یواځې طالبانو ته مالي کومک ورکوي، بلکه افغانستان کې طالبانو ته تربیه اود پناه ځایونه ورکوي او د طالبانو شوری' کې نمائندگي هم لري.
د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اطهر عباس د گل په ورځ د برطانوي یونیورسټۍ رپورټ رد کړی. هغه ویلې رپورټ په بدخواهۍ جوړ شوې چې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې بدنامې کړې.
د پاکستان د صدر ترجمانې فرحناز اصفهاني هم د لند سکلول اف اکنامکس رپورټ رد کړی.
د لندن سکول اف اکنامکس رپورټ وائې د پاکستان صدر اصف علي زرداري او د ايي ایس ايي مشر په یو خفیه ځائې کې دنیول شوې طالب مشرانو سره لیده کاته کړې او هغوې ته يي ویلې چې دوې یواځې د امریکې په فشار نیول شوې او خوشې به کړی شې.
رپورټ د طالب مشرانو سره د مرکوپه بنیاد جوړ کړی شوی دی.
پاکستان د ١٩٩٠ په لسیزه کې طالبانو په واک کې د راتلو په لړ کې مرسته کړې وه خو په کال ٢٠٠١ کې امریکا کې د حملو ورسته پاکستان خپله تگ لاره بدله کړه، طالبانو سره يي خپل تعلقات ختم کړل او د هیواد دننه يي د جنگیالو خلاف عملیات شورو کړل. سږ کال پاکستان د طالبانو د دویمې شمیرې مشر ملا عبدالغني برادر هم په کراچۍ کې وونیولو.
بل خوا د گل په ورځ افغانستان کې د نیټو او امریکائې عسکرو مشر جنرل سټینلی مک کرسټل د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني سره په راولپنډۍ ښارکې لیدل کتل کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG