لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني نه د سفر پابند لرې کړی شوه


حسین حقاني
حسین حقاني

د پاکستان تر ټولو لوې عدالت سپریم کورټ د گل په ورځ واشنگټن کې د پاکستان په پخواني سفیر باندي لگول شوې د سفر پابندي لرې کړی ده.

په پخواني سفیر حسین حقاني باندې سپریم کورټ د سفر پابندي د میمو گیټ قرزيي د تحقیقاتو شورو کیدو ورستو لگولې وه.

د گل په ورځ د سپریم کورټ د فیصلې ورستو ښاغلې حقاني وئیلي هغه به د خپلې کورنۍ سره د لیدو د پاره د امریکې سفر کوي. د فرانس خبري ادارې ای ایف پې د یو رپورټ ترمخه، حسین حقاني سپریم کورټ د فیصلې هرکلی کړی دی او وئیلي يي دي چې خوشحاله دی چې سپریم کورټ خپله فیصله په داسې مهال بیرته اخستې چې په هغه څه الزام نه دی لگول شوی.

د سپریم کورټ په حکم یوې کمیټۍ د حسین حقاني خلاف دا تحقیقات شورو کړې دي چې امریکائي پوځي چارواکو ته يي یو خط لیکلی وو چې پکې ورنه د پاکستان حکومت د پاره د پوځ د طرفه د ممکنه بغاوت پرضد د مرستې غوښتنه شوې وه. ویل کیږي چې حسین حقاني دغه خط امریکا کې میشته یو پاکستاني کس منصور اعجاز په مرسته لیکلی وو.

په حسین حقاني د سفر پابندي ختمولو په لړ کې سپریم کورټ وئیلې هیواد نه بهر د سفر کولو په صورت کې به هغه د سپریم کورټ رجسټرار خبروي.

د گل په ورځ د میمو گیټ په حقله اورونه کې د سپریم کورټ مشر جج افتخار محمد چوهدري وئیلي دوه ورځې وړاندې يي د منصور اعجاز د طرفه یو خط ترلاسه کړی دی خو د لیکونکې په وینا به د خط تفصیلات په راز کې ساتلی کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG