لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وژل شوی خبریال مکرم خان عاطف خاورو ته وسپارل شو


د مکرم خان عاطف د وژنې خلاف د باجوړ صحافیان احتجاج کوي
د مکرم خان عاطف د وژنې خلاف د باجوړ صحافیان احتجاج کوي

د پاکستان خيبرپښتونخوا صوبه کې د طالبانو لخوا وژل شوې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو د خبريال مکرم خان عاطف جنازه د شورو په ورځ ادا کړل شوې.
د مکرم خان جنازه په شبقدر کې ترسره شوی.
ارواښاد مکرم خان په کال 2012م کې وژل شوى لمړى پاکستانى خبريال ؤ.
د مکرم خان عاطف جنازه شبقدر کې ادا کړل شوې چې پکې دصحافتي ورورولۍ ترڅنگ په گڼ شمير کې عامو خلکو هم گډون وکړو.
قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکى مکرم خان عاطف باندې بيگاه ماښام دخيبرپښتونخوا پايتخت پښور څخه 35 کلو ميټره لرې شبقدر سيمه کې دخپل کور مخې ته په يو جومات کې دوؤ مخ پټو تندلارو هاغه وخت بريد ترسره کړى ؤ چې هغه نمونځ کولو، په مکرم خان دگڼ شمير ناتاره ډزو وروستو دغه ترهه گر په يو موټر سائيکل تيښته کې بريالي شوي. پاکستاني طالبانو د مکرم خان عاطف د وژنې پړه منلې ده. د طالبانو یو ویاند احسان الله احسان تېره ورځ د ټیلي فون د لارې ځېنو خبریالانو ته ویلي وؤ چې دوي مکرم خان عاطف وژلی دی.
مکرم خان عاطف دوائس اف امريکا دډيوه ريډيو ترڅنگ يو مقامي شخصي ټي وي چينل دنيا نيوز لپاره هم کار کولو.
دپاکستان داطلاعاتو وفاقي وزيرې فردوس عاشق اعوان وائس اف امريکا سره خبرو کې دمکرم خان دوژنې غندنه وکړه او هيواد کې يې دصحافيانو په ضد دمخ په زياتيدونکو تشدد څخه په ډکو پيښو دانديښنې څرگندونه وکړه.
هغې وويل دبدقسمتۍ نه هيواد کې دصحافت سره تعلق لرونکي کسان هم دترهگرو په هدف دي.
فردوس عاشق اعوان وويل چې حکومت به دپيښې پلټنې کوي او ککړ کسان به خپل انجام ته رسوي.
په جنوبي ايشياء کې دصحافيانو داستازي تنظيم سيفما سيکرټري جنرل امتياز عالم دپاکستان دحکومت په باور دتحفظاتو څرگندونه کړې او وئيلي يې دي چې په تيرو وختونو کې هم دغسې ادعاوې شوي خو کله هم مجرمان دقانون منگول ته نۀ دي راوستل شوي.
هغه وائي ددې له امله دترهه گرو ډاډگيرنه شوې، زۀ به وفاقي او صوبائي حکومتونو او پلټنيزو ادارو څخه غوښتنه کووم چې ددغه تازه پيښې پلټنې وکړي او تر وژونکو پورې ورسيږي.
پاکستان پرله پسې ددوؤ کلونو څخه دصحافيانو لپاره خطرناک ترين هيواد گرځولى شي، دغلته په 2011م کې په مجموعي توگه 11 صحافيان وژل شوي او لسگونو نورو ته دمرگ گواښونه شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG