لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې دنيټو په بريد دپاکستاني پوځ احتجاج


Egyptian medics escort former Egyptian President Hosni Mubarak into an ambulance after after he was flown by a helicopter to the Maadi Military Hospital from Torah prison, Cairo, August 22, 2013.
Egyptian medics escort former Egyptian President Hosni Mubarak into an ambulance after after he was flown by a helicopter to the Maadi Military Hospital from Torah prison, Cairo, August 22, 2013.

پاکستاني چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ته دنيټو يو هيلي کاپټر وراوړيدلى او دغلته يې په ډزو سره دوه پاکستاني عسکر ژوبل کړي دي.

پاکستاني پوځ پخپل يو بيان کې په دغه پيښه نيټو ته سخت احتجاج کړى دى او وائي دوؤ هيلي کاپټرو دپاکستان دفضائي حدودو خلاف ورزي کړې ده.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس وائي پاک پوځ دسرحدونو څخه سرغړونه غندي او دنيټو دچارواکو سره يې ديوې غونډې کولو خواست کړى دى.

بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې يو مقامي استخباراتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دغه پيښه دنهې په ورځ سحر وختي رامينځته شوې ده.

دغه چارواکي دا هم وويل چې دنيټو هيلي کاپټرو دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دپاکستاني پوځيانو يوه امنيتي پوسته په نخښه کړې ده.

يو بل استخباراتي چارواکي وويل دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه څخه دبريد دځايې په لوري گڼ شمير هيلي کاپټرو الوت کړى دى.

په کابل کې دنيټو په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو يو وياند ليفټننټ کمانډر کوليټ مرفي وائي ائتلافي ځواکونه په دغه حقله دراپورونو څخه خبر دي او دهغې جاج اخلي خو په دغه حقله يې په سملاسي توگه کومه تبصره ونۀ کړه.

دکال 2010م په ديرشم ستمبر هم دنيټو هيلي کاپټرې دپاکستان خاورې ته دننه شوې وې او دتندلارو دتعقيب په مهال يې دوه پاکستاني عسکر وژلي او څلور ژوبل کړي وؤ.

ددغه پيښې څخه وروستو پاکستان په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دخيبرپه لاره دسامان رسد بند کړى ؤ.

دته خيل سيمه دالقاعده پلوه بهرنيو جنگيالو په شمول دتندلارو مرکز گڼل کيږي، دغه سيمه دحفيظ گل بهادر دجنگيالو ځاله هم ده چې دامريکائي ډرون لخوا پرې اوس اوس يو بريد هم ترسره شوى ؤ چې پکې تر دولسو پورې جنگيالي وژل شوي وؤ.

استخباراتي چارواکي وائي ددغو دولسو جنگيالو څخه يو عرب دالقاعده ديو غړي ابو کاشف ځوې ؤ.

دپاکستان او امريکا ترمينځ په اړيکو کې تاؤتريخوالي وروستو لۀ هغې سيوا شوى دى کله چې دروانې مياشتې په دوهمه نيټه دپاکستان په ايبټ اباد سيمه کې امريکائي ځواکونو نيغ په نيغه عملياتو کې دالقاعده مشر اسامه بن لادن ووژلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG