لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کلنټن وائي پاکستان سره امداد به زیاتوي


د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن د نهې په ورځ کانگرس کې د خارجه چارو کمیټۍ ته د وینا په مهال
د امریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن د نهې په ورځ کانگرس کې د خارجه چارو کمیټۍ ته د وینا په مهال

د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن په کانگرس غږ کړی دی چې په نوي بجټ کې دې د افغانستان، پاکستان او عراق د پاره دې په مالي امداد کې کمی اونه کړی شي. هغې خبرداری کړی که چرې داسې اوشي نو د امریکې اهم مفادات به د خطرسره مخامخ شي.

ددې باوجود چې د کانگرس غړو پاکستان کې نیول شوې د امریکې د خارجه وزارت کاروکونېکې په نیول کېدو د اندیښنو څرگندوه اوکړه، هیلري کلنټن اویل امریکا به پاکستان سره مرسته جاري ساتي.

د نمائنده گانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټوز د خارجه چارو کمیټۍ ته وینا کې هیلرې کلنټن اویل پاکستان سره امداد ډیر اهمیت لري ځکه چې پاکستان یو ایټمي قوت دی، د افغانستان سره ژوره ملگرتیا لري او په افغانستان کې مفادات هم موجوددي.

هیلرې کلنټن وائي امریکا غواړي چې پاکستان سره همکاري نوره هم زیاته کړی شي چې دا رنگ نه یواځې د هیواد سیاسي او اقتصادي مشکلات ختم کړی شي بلکه پاکستان او امریکې ته رامځنته شوې مشترکه خطرات هم لمنځه یوړلی شي.

خو د خارجه چارو کمیټۍ مشرې ایلیانه راس لتینن اول پاکستان باید د امریکې غوښتنې منلو د پاره نور گامونه هم پورته کړې چې پکښې د ریمنډ ډیوس ازادول هم شامل دي.

خارجه وزیرې هیلرې کلټن اویل د صدر باراک اوبامه حکومت د افغانستان او پاکستان د پاره مالي وسائل هلته د ائنده د پاره غیر پوځي امداد په لړ کې غواړي.

افغانستان کې د پرمختگ په لړ کې هیلرې کلنټن اویل چې جنگ ځپلې هیواد کې د یاغیانو خلاف یرغل سره سره د هیواد د بیا ودانۍ هلې ځلې هم روانې دي. هغې اویل القاعده هم د فشار د لاندې راوستلی شوې ده.

هیلرې کلنټن وائي په افغانستان او پاکستان کې په القاعده داسې فشار اچول شوی دی چې وړاندې نه دی لیدل شوی.

میرمن کلټن وائي د پوځي کاروایانو ترسنگ په دواړه هیوادونو کې د ټولنو، اقتصادونو او د حکومتونو د بیا جوړولو کار روان دی او دا داسې لارې دي چې د یاغيتوب جړې اوباسي.

میرمن کلنټن خبرداری اوکړو که چرې د افغانستان، پاکستان او عراق د پاره په مالي پنگو کې کمی اوکړی شو نو د دې د لارې به په دغه هیوادونو کې د امریکې انتهائي اهم مشنونه کمزوري شي.

میرمن کلنټن اویل امریکا په لنډه موده کې گټو د پاره د اوږدې مودې مفادات په خطر کې نشې اچولی. هغي اویل د سوړ جنگ د ختمیدو ورستو امریکې د افغانستان نه مخ واړولو خو ددغه گام داسې نقصان رامنته شوی دی چې بیانیدی نشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG