لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد : دانرژۍ په معامله پاک امريکا خبرې اترې پيل شوي دي


اسلام اباد : دانرژۍ په معامله پاک امريکا خبرې اترې پيل شوي دي

د پاکستان او امريکا ترمينځ د اوږد مهاله شراکت دارۍ لپاره په مارچ کې دشوؤ اسټريټجک خبرو اترو له مخې دتوانايۍ په څانگه کې همکارۍ ته دودې ورکولو لپاره دشورو دورځې څخه ددواړو هيوادونو ترمينځ دخبرو پيل په اسلام اباد کې شوى دى.

د پاکستاني هيئت مشري داوبو او بجلۍ وفاقي وزير راجه پرويز اشرف او دامريکائي هيئت مشري دصدر اوباما يو مرستيال ډيوډ لپټن کوله.
په يو سرکاري بيان کې وئيلى شوي دي چې دخبرو اترو په دغه لمړي دور کې پاکستاني هيئت هيواد ته پيښ دتوانايۍ بحران باندې قابو موندلو لپاره دحکومت لخوا اخستل شوؤ گامونو څخه امريکائي چارواکي خبر کړل شوي دي.
دامريکائي سفارت خانې لخوا جاري کړل شوي بيان له مخې امريکائي هيئت دبجلۍ دکموت له امله عامو پاکستانيانو ته دپيښو ستونزو هواري لپاره دخپلې همکارۍ اراده تازه کړه او په مذاکراتو کې دهاغو منصوبو دپرمختگ جاج واخستل شو چې له مخې يې په لمړي پړاؤ کې امريکا پاکستان ته مدد ورکړى دى.
دپاکستان وفاقي وزير راجه پرويز اشرف وئيلي دي دخبرو اترو په دغه عمل کې پاکستان ته دپيښ انرژۍ دبحران مکمله احاطه شوې ده.
ددواړو هيوادونو دخارجه وزيرانو ترمينځ په واشنگټن کې ترسره شوؤ سټريټجکي خبرو کې داړونده شراکت دارۍ سيوا کولو لپاره په گڼو څانگو کې همکارۍ ته په ودې ورکولو اتفاق شوى ؤ او ددې څخه دتوانايۍ په بحران دقابو موندلو لپاره په پاکستان کې دبجلۍ پيداوار سيوا کولو منصوبو په لپاره دکروړونو ډالرو امريکائي امداد هم شامل دى.

XS
SM
MD
LG