لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان وزیراعظم سلاکار وايي امریکا غواړي پاکستان وارخطا کړي


په اقصتادي چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار مفتاح اسماعیل اندېښنه څرګنده کړې، چې که پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ په نړیوال نوملړ کې بیا شامل کړل شي، نو د هېواد اقتصادي وده به یې ودرېږي. مفتاح پر امریکې نیوکه وکړه، چې وایي غواړي پاکستان په نړۍ کې وشرموي.

مفتاح الدین چې د پېرس په غونډه کې یې د پاکستان د مذاکراتو مشري کوله رویټرز خبري اژانس ته ویلي، واشنګټن په حقیقت کې دې ته لېواله دی چې پاکستان له ترهګرو سره مالي اړیکې زیاتې کړي او د بدنامۍ سبب شي.

"که امریکایان له موږ سره ګډ کار کولو ته لېواله وای او له موږ سره یې د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي قوانینو ته وده ورکولای، دوی به زموږ وړاندیزونه منلي وای، خو د دوی مقصد تش د پاکستان شرمول وو"

واشنګټن تېره اوونۍ د مالیې د څار د نړیوالې ادارې په غونډه کې د ګڼو شمېر هېوادونو استازي دې ته وهڅول، چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ د نه ختمولو په د څار په نړیوال نوملړ کې شامل کړي، خو د څار په نړیوال نوملړ کې یې نوم نه وو.

د امریکې دې اقدام په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو غوسه را پارولې او دا د دغو دواړو هېوادونو وار له مخه خرابو اړیکو ته یوه بله ضربه ګڼل کېږي، چې اوږده موده یې په افغانستان کې د امن په خاطر د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ملګرتیا کړې ده.

د پېرس غونډې دا اندېښنې هم زیاتې کړې دي چې کېدای شي پاکستان په نړیواله توګه یواځې شي، چې وایي په دې سره کېدای شي نړیوال بېنکونه له دې ایټمي هېواد سره خپلې اړیکې وشلوي یا له پاکستان سره د اقتصادي راکړې ورکړې بیه اوچته کړي.

مفتاح اسماعیل وایي پر امریکه یې ټینګار وکړ چې تر جون پورې پاکستان ته اجازه ورکړي، چې د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې کار وکړي او د خبرو په ترڅ کې یې ورسره د جوړجاړي هڅه وکړه، خو وایي امریکې پرېکړه کړې وه چې پاکستان ځورېدلی وویني.

اسماعیل وایي پاکستان هڅه کوي د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې خپلې هلې ځلې زیاتې کړي او د امریکې په شمول د برتانیې، جرمني او فرانس باور هم تر لاسه کړي، چې د پېرس په غونډه کې یې په نړیوال نوملړ کې د پاکستان د شاملېدو وړاندیز وکړ.

د مالیې او اقتصاد په چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار زیاتوي، هیله من دی چې پاکستان به له جون وروسته - چې په رسمي توګه د څار په نړیوال خړ نوملړ کې شاملېږي- له شپږو تر دوولسو میاشتو پورې له دې لیسټه و ایستل شي.

XS
SM
MD
LG