لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي سېنټر پاکستان ته د مرستو نه ورکولو قانوني مسوده وړاندې کړې


سنېټر رېنډ پال

واشنګټن:ــ د امریکې د ریپبلکن ګوند سنېټر رېنډ پال د چارشنبې په ورځ د امریکې کانګرس ته یوه قانوني مسوده وړاندې کړې، چې پکې د امریکې له بهرنیو چارو وزارت او پرمختیايي ادارې یوسېډ څخه پاکستان ته د مرستو نه لېږلو غوښتنه شوې ده.

ډېلي کالر انګرېزي ورځپاڼه لیکي، که د سنېټر پال له خوا کانګرس ته وړاندې شوې مسوده ومنل شي او په قانون بدله شي، نو دا به هغه شاوخوا ۲ اربه ډالره- چې هر کال پاکستان ته ورکول کېدلې- را وګرځوي او د امریکې د لویو سړکونو جوړوونکې د ادارې بودیجه به په زیاته کړي.

سنېټر پال وایي نور باید له پاکستان سره مرسته ونه کړي، ځکه چې وایي امریکا ورسره تل مرسته کړې، خو له هغې خوا یې د امریکې په ضد شعارونه اورېدلي دي:

"موږ چې د داسې یوه هېواد ملاتړ کوو، چې "مرګ پر امریکا" شعارونه ورکوي او زموږ بیرغ سوځوي، نو موږ د خپل هېواد او د مالیه ورکوونکیو د ګټلیو پیسو د خوندي ساتلو په برخه کې خپلې ذمه وارۍ په بریالیتوب نه نه تر سره کوو"

د ولسمشر ټرمپ کابینې د جنورۍ په لومړیو کې پر پاکستان د ۳۳ اربه ډالرو پوځي مرستې د ځنډولو اعلان وکړ، تر هغه دوې ورځې وروسته سنېټر رېنډ پال پر خپله ټویټر پاڼه یو ټویټ خپور کړ او ویې ویل چې ډېر ژر به کانګرس ته یوه قانوني مسوده وړاندې کړي، چې پر پاکستان به د امریکې د مرستو د بندولو غوښتنه پکې وکړي.

ولسمشر ټرمپ په خپل یوه ټویټ کې د ښاغلي پال خبره ستایلې وه، چې ویلي یې وو دغه پیسې باید پاکستان ته د ورکولو پر ځای د خپل هېواد د سړکونو او پلونو پر جوړولو ولګول شي. سنېټر پال دا خبره یو ځل بیا تکرار کړې ده:

"پر ځای د دې چې دغه مرسته داسې چاته ورکړو چې عیسایان ځوروي او داسې خلک بندیان کوي لکه ډاکټر [شکیل اپریدی] چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یې راسره مرسته وکړه، راځئ چې دغه پیسې خپل کور ته وسپموو او د بیارغونې په کارونو کې مرسته ځنې واخلو"

ډېلي کالر لیکي، چې پر پاکستان د مرستو بندولو په برخه کې د کانګرس په دواړو غاړو کې د ملاتړو شمېر زیاتېږي. له جنوبي کېرولینا ایالت څخه د ریپلکن ګوند استازی مارک سانفورډ او له هاوايي ایالت څخه د ډیموکرېټ ګوند استازې ټلسي ګبارډ دواړه کانګرس ته پر پاکستان د مرستو بندولو د مسودې په تیارۍ بوخت دي.

سنېټر پال له ۲۰۱۲م کاله راهیسې په پرله پسې توګه د امریکې د بهرنیو فیډرل مرستو په ښکاره مخالفت کوي. په هماغه کال ښاغلي پال د بهرنیو مرستو په قانون کې د بدلون لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې کړه، چې مقصد یې پر پاکستان د مرستو بندول وو.

ښاغلی پال وایي دا ګام یې د پاکستان د دې اقدام په بدل کې واخیست، چې ډاکټر شکیل اپریدی یې ونیو او بندي یې کړ، هغه ډاکټر چې د ژیړي د جعلي وېکسینېشن پروګرام په وسیله یې له سي آی اې سره د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته وکړه او په ایبټ اباد کې مو و واژه.

د پاکستان د حکومت په اړه د سنېټر پال د اوږدې مودې شک تر بل هر امریکایي چارواکي خپله ځانګړتیا لري، ځکه چې ده په هماغه ۲۰۱۲م کال د بهرنیو کالنیو مرستو په قانون کې د بدلون یوه بله مسوده هم کانګرس ته وړاندې کړه، چې پر پاکستان، مصر او لېبیا د ۴ اربه ډالرو د بندولو غوښتنه پکې شوې وه.

XS
SM
MD
LG