لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامريکا دانکار باوجود پاکستان د ډرون حملو اودريدلو هيله لري


دامريکا له لوري دپاکستان قبائيلي سيمو کې د پټو جنگيالو په ضد د ډرون بريدونو نۀ اودرؤلو د ارادې څرگندولو باوجود دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو مرکزي وزير پرويز رشيد وائي دډرون بريدونو په اړه امريکا سره دپاکستان خبرې روانې دي اؤ هغوي په دغه اړه ډير زر دمثبتو نتيجو رابرڅيره کيدو هيله لري.
څيړونکي د پاکستاني چارواکو دغسې څرگندونو ته يوازې د گوړه گوړه وايه خولۀ به دې خوږه وي محاورې په تناظر کې گوري اؤ وايي کۀ پاکستاني چارواکي په رښتيا د ډرون حملو د اودرولو هيله من وي نو بيا ولې په خپلو قبائيلي سيمو کې د پټو هاغو ترهگرو خوندي ځالې دمينځه نۀ وړي چې په افغانستان کې په بهرنيو اؤ افغاني ځواکونو دحملو کولو څخه وروستو دپاکستان په قبائيلي سيمو کې پټيږي اؤ دغلته خپل د روزنې مرکزونه لري.
دڅيړونکو په نظر کۀ چرې پاکستاني ځواکونه پخپله خپلو قبائيلي سيمو څخه د ترهگرو خوندي ځالي ختمې کړي نو امريکا سره به دغلته د ډرون بريدونو کولو هيڅ جواز پاتې نۀ شي.
دانرژۍ دبحران په اړه ميډيا سره خبرو کې دډرون حملو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وويل دتير حکومت دغلطو تگلارو له امله هغوي په پولو ددغه شان صورتحال اؤ ډرون حملو سره مخ دي.
همدغه شان دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري سرکاري ټي وي سره خبرو کې وئيلي دي” اوس امريکا دډرون بريدونو پسر دپاکستاني حکومت اؤ اولس په ردعمل پوهيږي. “
هغه وويل” پاکستان امريکا سره په اقتصادي، تجارتي اؤ دانرژۍ په څانگو کې خپلې اړيکې ښې کول غواړي ، ځکه چې دغسې اړيکې دپاکستان لپاره مهمې دي“
بل لوري ته دامريکا دخارجه وزير جان کيري دهاغه بيان دسپيناوي په اړه چې وئيلي يې ؤ پاکستان کې به امريکائي ډرون حملې ډير زر اودريږي دامريکادخارجه محکمې يوې وياندې ميري هارف په ډاگه کړې ده چې ډرون حملو کې گڼ شمير دالقاعده مرکزي مشران وژل شوي دي اؤ” امريکا به ځان دهاغه الې څخه نۀ محروموي کومه چې مونږ سره دراپورته کيدونکې ممکنه خطرې په ضد جگړه کې مرسته کوي“
دزيارت په ورځ يو پاکستاني ټي وي سره مرکه کې جان کيري وئيلي ؤ چې پاکستان کې به امريکائي حملې ډير زر اودريږي
XS
SM
MD
LG