لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وکي ليکس انکشافاتووروسته د امريکا او پاکستان لمړۍ رابطه


د وکي ليکس انکشافاتووروسته د امريکا او پاکستان لمړۍ رابطه
د وکي ليکس انکشافاتووروسته د امريکا او پاکستان لمړۍ رابطه

د ويب پاڼې وکي ليکس لخوا د نوؤ انکشافاتو او خفيه دستاويزاتو جاري کولو لړۍ دوامداره ده او د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او دپاکستان صدر اصف علي زرداري ترمينځ تيليفوني خبرې اترې شوي دي.
دامريکې خارجه وزيرې په تيره يوه اوونۍ کې دوکي ليکس لخوا په خفيه سفارتي دستاويزاتو دخفگان څرگندولو او ددغو کاغذونودغندنې کولو په غرض دپاکستان او فغانستان دصدرانو په شمول دنړۍ 12ؤ مشرانو سره خبرې اترې کړي دي.
دزيارت په ورځ دپاکستان دصدر اصف علي زرداري ترڅنگ هيلري کلنټن دارجنټينيا صدر فرننډيز ډي کرچنر سره هم خبرې اترې کړي دي.
دخارجه محکمې وياند پي جى کراؤلي له مخې هيلري کلنټن ددواړو هيوادونو صدرانو سره دوکي ليکس په خفيه دستاويزاتو دخفگان څرگندونه وکړه.
کراؤلي وويل دپاکستان اؤ ارجنټينيا صدرانو هيلري کلنټن سره په دغوخبرو کې دامريکې سره دخپلو هيوادونو دارزښت او دوستۍ څرگندونه وکړه.
بيگاه ماښام دامريکې دخارجه وزيرې هيلري کلنټن او دپاکستان صدر زرداري ترمينځ شوؤ دغو تيليفوني خبرو کې دواړو مشرانو ددې ارادې څرگندونه وکړه چې دوکي ليکس انکشافاتو سره به دپاکستان او امريکې اړيکې نۀ اغيزمنې کيږي.
په ډاگه دې وي چې دوکي ليکس انکشافاتو وروستو دامريکائي انتظاميې له لوري دپاکستان حکومت سره په لوړه کچه دغه لمړى تماس ؤ.
دواړومشرانو په دې خبره هم اتفاق وکړو چې دوکي ليکس انکشافات نۀ يواځې دا چې غيرقانوني دي بلکې دغه انکشافات دسياق وسباق څخه لرې دي او په ناقصو معلوماتو اډاڼه لري چې ورسره به ددواړو هيوادونو ترمينځ ترسره شوي خط وکتابت باندې هيڅ فرق نۀ پريوځي.
هيلري کلنټن او اصف علي زرداري په دې اړخ هم داطمينان څرگندونه وکړه چې دغه انکشافات دماضي برخه ده چې دمستقبل په چارو به اغيزه نۀ کوي.
خارجه وزيرې هيلري کلنټن دوړاندې څخه دوکي ليکس لخوا ددغه خفيه دستاويزاتو دجاري کول عمل نۀ يواځې په امريکا بلکې په نړيواله ورورولۍ بريد گڼلى دى.
دخارجه محکمې لخوا دورکړل شوي فهرست له مخې کلنټن تر دې مهاله دليبريا صدر ايلن جاهنسن سرليف، دچين سټيټ کونسلر ډائي بنگيو، دکاناډا دبهرنيو چارو وزير گيډو ويسټرويلى، دفرانس دنوي خارجه وزير ميکيولي الياټ ميري، دبرطانيې خارجه وزيرې وليم هيگ او دسعودي خارجه وزير سعودالفيصل سره تماسونه نيولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG