لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

نواز شريف : دانرژۍ تگلارې مقصد دلوډشيډنگ خاتمه ده

دنهې په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې دهغه دحکومت زياتره وخت دانرژۍ دبحران په هواري کې لگيږي اؤ حکومتي چارواکي دبجلۍ په غلاگانو کې ککړ دي.
وزيراعظم وائي دحکومت دانرژۍ دقومي پاليسۍ مقصد ددريوؤ څخه څلورو کلونو کې دلوډشيډنگ خاتمه ده.
خبريالانو سره خبرو کې وزيراعظم وويل هغه دصوبو څخه دبجلۍ دغلا کوونکو کسانو په ضد دگامونو اخستوغوښتنه کړې ده.
هغه وويل دبجلۍ دبحران هوارى دهغه حکومت لمړۍ ترجيح ده.
دهغه وينا وه دمشترکه مفاداتو په کونسل کې په دغه معامله خبرې شوي اؤ صوبو دانرژۍ په پاليسۍ دصلاح مشورو لپاره نور وخت غوښتى دى.
نواز شريف وويل دبجلۍ دغلا مخنيوى ضروري دى اؤ په دې لړکې به دقانون سازۍ منظوري ډيره زر ورکړل شي.
وزيراعظم دعوه وکړه چې گردشي قرضې ختمې کړل شوي اؤ دغربت دکرښې څخه دلاندې ژوند کوونکو ٧٠ ملينو کسانو ته سبسډي ورکولى شي.
نوموړي وويل هيواد کې دبجلۍ سخت بحران دې چې ددې دحل لپاره به ټولو ته په شريکه کوشونه کول وي.
اسلام اباد کې دوزيراعظم په مشرۍ دمشترکه مفاداتو دکونسل غونډه شوې چې پکې دڅلورو صوبو اعلي وزيرانو اؤ دکونسل غړو گډون کړى.
غونډه کې دانرژۍ په تگلارې دغورترڅنگ داوبو اؤ بجلۍ دليگل فريم ورک ارډيننس دمسودې جاج هم اخستل شوى.
غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل پاکستان خپله ٤٥ فيصده بجلي دفرنس ائل څخه جوړوي ، کومه چې زياته گرانه طريقه ده.
نواز شريف وويل دارزانې بجلۍ جوړولو منصوبې په شفاف انداز کې مخ په وړاندې وړو.
دهغه وينا وه نن چې ملک دبجلۍ دکوم بحران سره مخ دى ددې ذمه وار واپډا اؤ نورې ادارې دي.
هغه زياته کړه سږکال به دبجلۍ سيسټم کې ١٤٠٠ ميگاواټه بجلي شامل کړل شي.
دمشترکه مفاداتو غونډه کې دبجلۍ په غلا دسختو سزاگانو په تجويز غور شوى دى اؤ نوې قومي انرژۍ دپاليسۍ دمنظورۍ ځنډولو سره دصوبو د صلاح مشورو لپاره دچيف سيکرټرانو کميټي جوړه کړل شوې ده ، کومه چې به ٣١ جولايۍ پورې خپل سفارشونه وړاندې کوي.

See all News Updates of the Day

د پاکستان حکومت جبري بې درکیو کې د ادارو رول مني خو څېړونکي وایي حکومتونه د ادارو خلاف د اقدام توان نه لري

د پاکستان د قانون مرکزي وزير عطاالله تارړ ویلي چي په جبري توګه د لا درکه تنانو په معامله کې د حکومتي ادارو د مداخلت تور نه شي رد کېدی ولې په دې اړه تر اوسه کوم پاخه او ښکاره شواهد مخې ته نه دي راغلي.

د قانون د مرکزى وزیر په دې څرګندونه سياستوال، قانون پوهان او د لا درکه تنانو د حقونو مبارزين بېلا بېل دريځونه لري او وايي ددې ستونزې په هواري کې حکومتونه د سياسي عزم د نشتوالي سره مخ دي.

د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ سره ګډ خبري کانفرانس ته د وینا په مهال د قانون وزير ښاغلي اعظم نذير تارړ په جبري توګه د لا درکه تنانو په معامله خبرو کې ویلي چي ددې ستونزې په هواري کې د حکومت لخوا هېڅ سستي نشته او حکومت ته په دې اړه د خپلو ذمه واريو پوره احساس دی.

د نوموړي وېنا وه چې د لا درکه تنانو معامله په کال 2011 کې راپورته شوې وه او د حکومت لخوا کمېشن هم جوړ کړې شوې وو چې دغه کمیشن نزدې په 10200 کېسونو کې 8000 کېسونه حل کړي دي خو وایي اوس هم په 23 فيصده کېسونو کار پاتې دی.

د قانون وزیر وویل د دواړو خواوو لخوا په دې معامله کې څه نا څه مساېل شته او په دې کې د حکومتي ادارو مداخلت يکسر نه شي رد کېدې ولې په دې لړ کې مستند او واضح شواهد مخې ته نه دي راغلي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر ښاغلی شعیب شاهین پوښتنه کوي چې که د رياستي ادارو کردار نه شي رد کېدای نو بيا د قانون وزیر د هغوي خلاف څه کاروايي کړې ده؟

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي شاهین وویل څوک چې په دې جبري بې درکیو کې ککړ دي ولې حکومت د هغوي خلاف ګام نه پورته کوي، څوک چې په دې ککړ دي هغوي مجرم ولې نه ګرځول کېږي" او که ته دا نه شې کولې نو استعفا ورکړه او که ګام نه اخلې نو بيا ته ګوډاګې يې"

په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو ،پښتو او د بشري حقونو مبارزين د جبري لا درکيو تور اکثر د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

د امرېکې د بهرنیو چارو د وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله تازه رپورټ کې هم د پاکستان دننه د جبري لا درکيو د ستونزې یادونه شوې او ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتولو او جبري لا درکیو پېښې زیاتې شوي دي.

رپورټ وایي د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځينو چارواکو په ممکنه توګه خلک نيولي او د هغوي د ځاې ښکاره کولو يې انکار کړی دی.

وايي د لا درکه خلکو لپاره په اګست کې د حکومتي کمېشن د رپورټ له مخې د کال 2011م څخه تر اوسه کمېشن ته د رپورټ شوو 9،967 لادرکه کسانو په مقدمو کې د 7،714 کسانو مقدمې حل شوي او د 2،253 کسانو مقدمې لا روانې دي.

د لا درکه تنانو وکيل کرنل رېټاېرډ انعام الرحيم ډیوه ته وایي،د امریکا په رپورټ کې د اسلام اباد هاي کورټ د پخواني چيف جسٹس اطهر من الله د ارډر حواله هم په ورکړې شوې ده، چې پکې هغه ویلي وو چې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په واکمنۍ کې دا رياستي پاليسي وه چې خلک دې په جبري توګه لا درکه کړی شي او مشر جج ویلي وو باید چې اوس دا پالیسي ختمه شي.

د لا درکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوڅ وايي د جبري لا درکيو د ستونزې هواری د سياسي حکومتونو د وس کار نه دې.

‌ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ددې مسلې حل يوازې د پوځ او آي اېس آي د مشر سره دی او د لا درکه تنانو حکومتي کمېشن هم غېر فعال دې او دغه کمېشن په خپل کار کې پاتې راغلې دې"

د لا درکه تنانو لپاره جوړ حکومتي کمېشن په دې وروستیو کې سپريم کورټ ته وړاندې کړي خپل رپورټ کې ويلي چې د تېر مارچ میاشت کې نور 18 کسان په جبري توګه لا درکه شوي دي او د ورکو کسانو 2،303 مقدمې په بېلابېلو عدالتونو کې د ځنډ ښکار دي.

د قبایلي ضلعو پولیس په وسلو او نورو اسانتیاوو کې د صوبې د نورو برخو له پولیسو شاته پاتې دي

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پخوانیو قبايلي ضلعو له ورګډيدو وروسته اوس هم په قبایلي ضلعو کې ډېرې سیمې داسې دي چې پوليس سټېشنونه یا تاڼې پکې نه دي جوړې شوې.

څيړونکي وايي پوليس په کمزورې وسله او لږو وسايلو کې د وسله والو مقابله په ګرانه کوي۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د پوليسو د پاره يې نوي فنډونه منظور کړي دي۔

د قبايلي ضلعې مومند په يکه غونډ تحصيل کې د تاڼې جوړولو د پاره ځای خوښ کړی شوی دی خو لا هم پرې کار نه دی شروع شوی.

د يکه 63 زره ابادۍ د پاره لا يو نوی پوليس سټېشن هم نه دی جوړ کړی شوی، پوليس وايي اکثره د پخواني خاصه دارو د پاره جوړو ودانیو کې يې پوليس سټېشنۍ جوړ کړي او هر يو پوليس سټېشن اکثره يو پوليس موبايل لري او د نورو اسانتياو نه هم محرومه دي۔

ځايې خبريال ګل حسین وایي، د قبایلي ضلعو پولیسو ته لا هم د پوليس وسله نه ده ورکړل شوې، دا د هغه وخت وسله ده چې ليويز او خاصه دارو سره وه، هغه اوس دوي ته ورکړل شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې ګل حسین وویل" دوي ته یوازې نوم د پوليس ورکړل شوې دې، او يو دوه ګاډي ورته ورکړل شوي دي، نور ورته خاص څه سهولت نه دې ورکړل شوی لکه څنګه چې د نورو علاقو پوليسو ته ورکړل شوې دې"

په کال2018م کې د قبايلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وروسته د مومند پينځه نيم لکه ابادۍ د پاره په اوو تحصيلونو کې تر اوسه درې نوې پوليس سټېشنې جوړې کړې شوې دي.

پوليس وايي دې تاڼو کې د پوليس موبايلو کمی دی، او په وسله کې ورسره زياتره کلاشنکوفې دي.

تېر صوبايي حکومت ويلي وو په قبايلي ضلعو کې به پينځه ويشت پوليس تاڼې جوړوي او پوليسو ته به تربيه او عصري وسله ورکوي۔

څيړونکي وايي د قبایلي ضلعو پوليسو سره د وسله والو مقابله کې وسله کمزورې ده او هغه هومره فنډونه نه ورکړل کيږې څومره چې د دې سيمي پوليسو ته د وسله والو د مقابلې د پاره ضرورت دی ځکه پوليس د وسله والو اسان هدف ګرځېدلی او د روزانه په حساب پرې بريدونه کيږي.

روان کال د جنورۍ په مياشت کې په باجوړ کې په پوليسو بمي چاودنه کې اته پوليس اهکار وژل شوي وو۔

پخوانې اېډېشنل ايي جي پوليس رحمت محسود وایي،"يو دوي سره ايکويپمنټ سم نه دي، او بل زه بيا بيا دا وايم چې دوي ته يو ښه تربيت پکار دی"

په نزدې وختونو کې په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې وسله والو په پوليسو باندې بريدونه زياتره د سړک دغاړې خښو بمونو او د شپې ليدونکو شيشناکو ټوپکو( نائټ ويژن) له لارې کړې دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د قبايلي ضلعو پوليسو د پاره يې د امنيت ټينګ ساتلو او نوؤ وسلو اخستو او نورو ضرورتونو پوره کولو د پاره اووه اربه روپۍ منظورې کړې دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف ډیوه ته وایي صوبایي حکومت د پولیسو توان لوړولو ته سنجیده دی.

ډیوه سره خبرو کې د هغه وینا وه"زه دا ګڼم چې مونږ ښه پوره سنجيده يو، او د پوليس مضبوطولو دپاره زاړه لېويز اهلکار پوليس کې شامل کړی شوي، لېويز ډير اوس پوليس کې راغلي دي، او د هغوي استعداد لوړولو د پاره دې منصوبه بندۍ کې پروګرامونه شامل دي"

د خېبر پښتونخوا د پېښور او باجوړ پوليسو په تېرو وختونو کې احتجاجونه هم کړي چې دوي پرله پسې د بريدونو ښکار کيږي، او د وسله والو مقابله کې هغسې عصري وسلې نه لري۔

د خېبر پښتونخوا پوليسو ويلي دوي د صوبې د نا ارامه سيمو پوليسو ته د شپې ليدونکې شيشناکې ټوپکې، بکتر بند ګاډي او نوري عصري وسلې ورکړې دي خو څيړونکي وايي چې د قبايلي ضلعو پوليس د ملک نورو برخو د پوليسو نه په اسانتياو کې ډير وروسته پاتې دي۔

دراني: د افغانستان مسلې پاکستان ته، له هند سره دریو جګړو نه زيات تاوان اړولی خو افغان سیاستوال دا ادعا ناسمه بولي

Asif Durani and IOM chief meeting in Islamabad
Asif Durani and IOM chief meeting in Islamabad

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، "د هند سره درېو جګړو پاکستان ته دومره مالي او ځاني تاوان نه دی اړولی، څومره چې ‏په څلورو لسيزو کې د افغانستان مسلې يا حالاتو اړولی دی".‏

نوموړي د افغانستان په اړه دغه څرګندونې پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سټراټيجکي مطالعاتو انسټيټيوټ (آی اېس اېس آی) او د ‏جرمني د فرېډرک ايبرټ سټيفټنګ (اېف اي اېس) لخوا (پاکستان په راپورته کېدونکې جيو پوليټیکل منظره) کې د سرخط لاندې جوړې يوې ورځنۍ ‏غونډې ته په وینا کې کړي دي.‏

خو په واشنګټن کې پخواني افغان ډپلوماټ صفي الله دلاور د ښاغلي دراني دا څرګندوې غلطې وبللې او وویل، پاکستان تل د افغانستان او افغانانو پر سر له نړیوالو پيسې اخیستي.

ښاغلي دلاور وايي، پاکستان چې د افغانستان په نوم څومره ګټه کړې هغه یې له هند یا کوم بل هېواد څخه نه ده کړې خو هغه ضرر چې یې افغانستان ته رسولی هم د پاکستان لخوا کوم بل هېواد ته په دې کچه نه دی رسېدلی.

"پاکستان د افغانستان د جهاد په نامه، ناټو ته د خپلې خاورې له لیارې د پوځي اکمالاتو او د افغان کډوالو پر سر په بیلیونونو ډالره له امریکا او نړیوالو اخیستي دي خو همدا پاکستان بیا د افغانستان د جمهوري نظامونو پرضد ترهګر روزلي، ساتلي او جګړو ته یې استولي تر څو چې یې پرې په کابل کې جمهوري نظام ړنګ کړ."

خو اصف دراني ویلي، "د ‏‎9/11‎‏ نه وروسته پېښو په پاکستان بدې اغېزې کړي، د ‏‎8000‎‏ امنیتي عسکرو په ګډون پکې ‏‎80,000‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎150‎‏ بيلينه ‏ډالره تاوان ورته اوښتی دی".‏

د دراني په خبره، "افغانستان د څلور لسيزو راهسې د پاکستان په سيمه ييزه نمونه کې يو مستقل حيثیت جوړ شوی دی".‏

هغه ويلي، "د ترهګرۍ پرضد تش په نوم جګړه کې په تیرو دوه لسیزو کې پاکستان کې ‏‎80,000‎‏ کسان وژل شوي، او اوس هم پاکستان مړي او ژوبل ‏شماري".‏

دراني زياته کړې، له افغانستان څخه " د نېټو ځواکونو وتلو وروسته تمه وه چې په افغانستان او سیمه کې به امن راشي خو دغه تمه پوره نه شوه".‏

د نوموړي په خبره، افغانستان سره "د پاکستان په پوله پرتو علاقو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) بریدونه ‏‎65‎‏ فيصده او ځانمرګي بريدونه ‏‎500‎‏ ‏فيصده سېوا شوي دي".‏

اصف دراني بيا تکرار کړې، ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان بريدونه سېوا کړي او دا د پاکستان دپاره د ژورې اندېښنې خبره ده او "بله ‏زياته د ويرې خبره دا ده چې افغان وګړي په دغو بریدونو کې برخه اخلي".‏

پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ زياته شوې او تور لګوي د افغانستان خاوره د ‏پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کاريږي.‏

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.‏

اصف دراني په خپلو خبرو کې دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې د اوکراين جګړه د سوړ جنګ بڼه اخلي، او د اسرايل حماس شخړې په اړه یې ويلي، نړیواله ‏جګړه یې نوره پېچلې کړې ده.‏

هغه ويلي، که د ايران او اسرايل شخړه په فوري توګه ونه درول شوه، نو دا د منځني ختيځ څخه بهر وتلی شي او پاکستان هم ترې اغېزمن کېدی شي.‏

د امریکې سفير د پاکستان د سېنېټ چيرمېن سره په دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي

اسلام اباد کې د امريکې سفير ډونلډ بلوم د پاکستان د سېنېټ چيرمېن يوسف رضا ګېلاني سره په دوه اړخيزه چارو خبرې کړي او د پاکستان او نړيوالې ‏مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ترمنځ روانو خبرو په اړه یې خوشبينې څرګنده کړې ده.‏

د پاکستان د سېنېټ په اېکس (پخواني ټویټر) د ليدنې په اړه ورکړل شوي بيان کې ویل شوي، د امریکې سفير د پاکستان اقتصادي ټيم ستايلی او د ‏پاکستان او امريکې ترمنځ د نورې زياتې اقتصادي همکارۍ په خبره یې زور ورکړی دی.‏

بيان کې ویل شوي، بلوم د پاکستان مثبتې اقتصادي اشارې منلي، د ګرانۍ او ډالرو د لوړې ذخیرې يادګېرنه یې کړې او زياته کړې یې ده، د نړيوالې ‏مالياتي ادارې مثبت غبرګون به پانګه وال وهڅوي.‏

دغه خبرې په داسې وخت کې شوي، چې د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب تمه څرګنده کړې، د روان مالي کال ‏‎2023/24‎‏ اخره پورې به د پاکستان ‏غېر ملکي زر مبادله ذخيره لس اربه ‏ډالرو ته ورسيږي.‏

نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته د نورې ‏‏قرضې يا پور خواست کړی دی.‏

اورنګزېب په وروستیو کې د واشنګټن په سفر کې د آی اېم سره د پور د نوي پروګرام په اړه ويلي وو، د آی اېم اېف سره په نوي پروګرام کې دوه مهمې خبرې ‏دي، لومړۍ دا چې په اقتصاد کې دا وخت کوم ښه والی لیدل کیږي دا هم دغه شان جاري وساتو، دویم دا چې د اقتصادي اصلاحاتو پلانونه عملي کړو.‏

نوموړي ویلي وو د اصلاحاتو عملي کولو لپاره حکومت ته درې کاله موده پکار ده. د اقتصادي اصلاحاتو د نه عملي کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب ‏کې محمد اورنګزیب ویلي، که چرې پخوا شوي اصلاحات عملي شوي وی نو اوس به پاکستان د آی اېم اېف ‏‎24‎م پروګرام ته نه ورتلو.‏

د پاکستان د سېنېټ په بيان کې ويل شوي، د امريکې سفر د سېنېټ د چيرمېن سره په ليدنه کې د ترهګرۍ ضد د پاکستان هڅې ستايلي، او د ترهګرۍ ‏ضد جګړه کې یې د امریکې د ملاتړ خبره تکرار کړې ده. ‏

ويل شوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه او پارلیماني چارو هم خبرې اترې شوي دي.‏

پاکستان کې د امریکې سفارتخانې د دغه ليدنې په اړه تراوسه پورې په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی.‏

په بلوچستان کې په دو جلا پېښو کې د ډبرو د سکرو یا کویلې د کانونو پنځه مزودران مړه شوي

د دوکۍ ضلعې د چارواکو په وينا، په راغه نومي سيمه کې درې مزدوران په کویله کان کې مړه شوي.

د دوکۍ د کویله کانونو مرستيال انسپيکټر دوست محمد په وينا، پېښه نن له غرمې وروسته رامنځ ته شوې.

" درې تنه په کې مړه شوي دي، اول د عبدالرسول په نامه کس د کولې کان ته لاندې تللی وو، يو څه ساعت پس د هغه زوی همايون او يو بل مزدور محمد ناصر د عبدالرسول په لټه پسې تللی چې د زهرجن ګېس له کبله هلته په کان کې مړه شوي، د مړه شوي پلار او زوی تعلق له افغانستان وردګ سيمې سره دی."

د دوکۍ د ځايي خبريال الله نور ناصر په وينا، د مړه شوي تن محمد رسول کورودانه(ښځه) او يو بل ماشوم زوی له څه مودې څخه هلته په ياده سيمه کې د دوی د مزدورۍ په کوټه کې ورسره اوسېدل.
" ښځه يې ناروغه ده هغه دلته د علاج لپاره راغلې وه، خو اوس يې د ميړه او زوی جنازې و مخ ته پرتې دي."
د چارواکو په وينا د مړه شویو مزدوروانو جنازې به د چمن له لارې د افغانستان وردګو ولایت ته لېږل کېږي.

دويمه پېښه د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې رامنځ ته شوې،
د شاهرګې د چارواکو په وينا، په شاهرګه کې د کویلې کان کې زهرجن ګېس د جمع کېدو له کبله دوه تنه مړه شوي دي.
د ليويز چارواکو په وينا وژل شوي دواړه کسان د بلوچستان د پښتني سيمې پښين ضلعې اوسېدونکي وو.

د ليويز چارواکي محمد خان په وينا،
"د دواړو تنو جنازې مو له سرکاري کاغزي کاروايي کولو وروستو خپلې سيمې ته د ايمبولينس په واسطه ولېږلې."

د ال پاکستان لېبر فېدريشن صدر لالا سلطان په وينا،
د حکومت د بې غورۍ او نه پوښتنې له کبله په مرګونو پېښو کې زياتوالی راروان دی،
د لالا په وينا، روان کال 2024م کې د پاکستان په نورو صوبو کې 23 او يوازې په بلوچستان کې 41 کوله مزدوران مړه شوي دي.

"د بلوچستان په ګډون په ټول ملک کې 64 تنه مړه شوي دي."

د ال پاکستان لېبر فېدريشن تنظيم رپورټ دی چې، په کال 2023م کې د ملک په نورو صوبو کې 148 او په بلوچستان کې 132 کوله مزدوران په بيلا بيلو پېښو کې مړه شوي وو.

د بلوچستان په کوله کانونو کې زياتره د خېبرپښتونخوا، افغانستان او ځايي مزدوران کار کوي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG