لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دمذهب د سپکاوي په تور دوه نور تنه وژل شوي


پاکستان کښې د مذهب د سپکاوې په تور د تشدد لړۍ دوام لري او د پنجاب په چېنېوټ ښار کښې په یوه تازه پېښه کې دوه تنه وژل شوي.

مطبوعاتي رپورټونه د چېنېوټ پولېس چارواکو د خلې وايي دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د تبلیغي جماعت غړي او د ېو ځاي تن تر مېنځ تود مذهبي بحث کې د ېو بل سره وران شول او د دغې وروستو ځاېي تن سره د خپل وروره په جومات کې موجود نورو تبلېغي غړو حمله وکړه. په حمله کې د تبلېغي ډلې د مشر په شمول دوه نور تنان مړه شول.

بلخواه د هېواد سترې محکمې د پېغمبر اسلام د ټبر سپکاوي په تور نیول شوی یو تن په ضمانت د خوشې کولو امر ورکړی دی. مروت حسین نومې دغه تن ته وړاندې یو ځايي عدالت سزا اورولی وه.

د مروت حسین وکېل عدالت ته ویلي چې دهغه پر ضد درج کړی شوی اېف اېي ار کښې لومړی د مذهب د سپکاوي خبره نه وه او وورستو بېا دا د تعصب په بنېاد شامله کړی شوې.

تېر کال د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي قانون ته د بېا کتنې د غوښتنې په سر وژل شوي د پنجاب اېالت پخوانې ګورنر سلمان تاثېر قاتل ممتاز قادرې د مرګ سزا پر ځاې ساتلې وه. ستر عدالت د مذهب د سپکاوي قانون د غلط کاروولو د پخلي تر څنګ حکومت ته امر کړی وو د دغې مخ نېوي لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د سېنټ د بشرې حقونو کمېټۍ مشرې سېنټر نسرېن جلېل په نژدیو ورځو کې وي او ای ډېوه ته وېلي وو، دوي د حکومت نه د سترې محکمې په امر د عمل در امد رپورټ غوښتې دی.

پاکستان کښې د مذهب د سپکاوې قانون لاندې د جرم ثابېتیدو په سر د مرګ، عمر قېد، او نورې بېلا بېلې سزاګانې ټاکلې شوېدې.

د بشرې حقونو ملکي او نړېوالې ادارې د ډېر وخت راهسې د پاکستان د حکومت نه دغه قانون ته د بېا کتنې غوښتنې کوي. د پاکستان حکومت دغه قانون غلط کاروونکو پر ضد د کارواېانو پخلې کوې خو دې کښې د بدلون راوستلو نه انکاري دی.

روان کال د اپرېل په مېاشت کښې د مردان عبدالولې خان پوهنتون د صحافت د څانګې طالب علم مشال خان د مذهب د سپکاوي د دروغو تور باندې وژنې په سر په ګرد هیواد او نړۍ کې سخت غبرګون راپاروولې وو.

پاکستان کښې دمذهب د سپکاوي قانون د غلط کاروولو پېښې تر ټولو زېاتې د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې ایالت پنجاب کښې د کم شمېره عېساېي ورورولۍ پر ضد رامنځ ته کېږې.

که څه هم پاکستان کښې د عدالتونو لخواه تر اوسه د مذهب د سپکاوي په تور څوک نه دي تېزندي شوي خو زیات تره په دغه تور ککړ کسان د قهرژنو مظاهرچېانو د لاسه وژل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG