لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوم مخالف سیاسي گوندونه د پوځي مشرانو د عهدې د میعاد د غزولو مخالفت کوي؟


وزیراعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه

د پاکستان د ځمکني، هوايي او سمندري پوځي مشرانو د عهدې موده ټاکلو او د مودې د بیا غزولو په اړه د ایني بدلون مخالف یواځې پښتونخو ملي عوامي گوند، جمیعت علمااسلام (ف)، جماعت اسلامي او د پښتون ژغورنې غورځنگ مرستیالانو کړی دی.

د پارلېمنټ په واړو ایوانونو، قومي اسمبلۍ او سنېټ، کې د واک من پاکستان تحریک انصاف او د پي ټي ايي اتحادي گوندونو ترڅنگ د وزیراعظم عمران خان لویو مخالفو گوندونو پاکستان مسلم لیگ (ن) او پاکستان پیپلزپارټۍ پوځ ترميمي اېکټ په یو اواز منظوره کړې او د ایین برخه یې ټاکلې ده.

د پوځ په قانوني کې د ترمیم دلارې پوځ د دریواړو څانگو، ځمکني، سمندري او هوایي ځواکونو مشران به د دریو کلونو دپاره په خپله چوکۍ دنده ترسره کولی شي او وزیراعظم به اختیار لري چې د دریو نورو کلونو پورې یې د نوکرۍ معیاد غځولی شي.

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، جی یو ايي اېف او د پي ټي اېم پلوي د پارلېمنټ غړو ولې په ارمي اېکټ کې د بدلون مخالفت وکړو؟

په دې اړه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنېټر عثمان کاکړ وي او ای ډیوه ته وویل په ارمي اېکټ کې د ترمیم فیصله "غیرجمهوري قوتونو او اسټبلشمنټ" د پارلېمنټ نه بهر کړې ده او د هغه په قول سیاسي گوندونو ته وېل شوي چې دغه ترمیم به منظوروي.

سنېټر عثمان کاکړ دعوه وکړه چې پاکستان مسلم لیگ (ن) او پاکستان پیپلزپارټۍ د "نوي اېن ار او" دلاندې شوي معاهدې ترمخه په ارمي اېکټ کې د ترمیم حمایت کړی دی. اېن ار او د پخواني صدر پرویز مشرف د وخت هغه لوظنامې ته اشاره ده چې ترمخه د هغه مخالف سیاسي گوندونو مشرانو ته نه یوازې پاکستان ته د بېرته تگ بلکې په سیاست کې د برخه اخیستلو اجازت ورکړی شو.

د پي ټي ایم حمایت کونکو دوو غړو د شمالي وزیرستان محسن داوړ او د جنوبي وزیرستان علي وزیر په اسمبلۍ کې احتجاج وکړو.

دوی ولې د ارمي اېکټ د ترمیمي بل مخالفت وکړو؟ محسن داوړ په دې اړه خپل وضاحت په ټوېټر شریک کړو او ویې وېل دوی لومړی د قانوني مسودې خلاف رای ورکړه او بیا د اسمبلۍ نه احتجاجً بهر ووتل. محسن داوړ وویل سپیکر د ووټ مخالفت کوونکو ته د وینا اجازت ورنکړو.

محسن داوټ په خپل ټویټ کې وویل "دا د پاکستان پارلیماني تاریخ په تورو ترینو ورځو کې یوه ده."

محسن داوړ د وي او ای اردو څانگي ته وویل دوی غوښتل چې په ترمیمي بل په اسمبلۍ کې بحث شوی وی. هغه وویل دا د یو کس د نوکرۍ په میعاد کې د زیاتوالي خبره نه ده بلکې ادارې د قانون پابند کولو معامله ده. هغه وویل پکار ده چې ادارې په قانون د عمل کولو پابندې کړی شي.

د جی یو ايي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د وړاندې څخه اعلان کړی و چې گوند به یې په پارلېمنټ کې په ارمي اېکټ کې د ترمیمي قانون مخالفت کوي.

د پاکستان دی نېشن ورځپاڼې ترمخه، مولانا فضل الرحمان ویلي وو هغه نه غواړي چې "جعلي اسمبلي" دغه قانون منظور کړي او دا اسمبلي حق لري چې دغه قانون سازي وکړي، د دې باوجود چې په پارلېمنټ کې یې گوند غړي لري.

دپاکستان سترې محکمې په ۲۸م نومبر دحکومت له لوري د پوځ دسرلښکر دملازمت موده کې د درېوؤ کالو دپراختیا اعلامیه ناچله ګرځولې وه اؤ تر شپږو میاشتو یې دپوځ دسرلښکر دمودې غځولو منظوري‌ ورکړې وه خو ددې ترڅنګ یې دا امر هم کړی ؤ چې دې شپږو میاشتو کې باید دپوځ دسرلښکر دملازمت موده کې دپراختیا اؤ ګمارنې په اړوند قانون سازي وکړل شي.

د"پاکستان ارمي( ترمیمي )ایکت" په نوم دکېدونکې دې قانون سازۍ له امله به د درېوواړو پوځونو دمشرانو د ګډو ځواکونو دکمیټيو د مشرانو د ریټائرډ کیدو زیات نه زیات عمر ۶۴ وټاکل شي.

ددې ترڅنګ چې کله دپوځ مشران د شپیتوؤ کالو عمر ته ورسیږي نو دعهدې موده کې پراختیا به ورله وزیراعظم دصدر په غوڅه منظورۍ کوي.

XS
SM
MD
LG