لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نهم مئ په پېښو کې د لاس لرلو په تور 51 کسانو ته د بند سزاګانې اورول شوې


د ترهګرۍ ضد عدالت په پاکستان کې د تېر کال د نهم مئ په پېښو کې ککړو 51 ملزمانو ته د دریوؤ دفعو په اساس د 5، 5 کالو د بند سزا اورولې ده. دغه کسان د مخکیني وزیراعظم عمران خان د ګوند پلویان دي.

کوم کسان چې سزا وار کړل شوې هغې کې د پنجاب ګوجرانواله سیمې نه د پي ټي آي د پنجاب اسمبلۍ غړۍ کلیم الله خان هم شامل دی.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې دغو تورونو کسانو ته د بند دا سزاګانې د خلکو د بلوه کولو،د سړکونو بندولو اؤ ودانیو ته د نقصان رسولو په ګډون دبیلابیلو دفعو په اساس اورول شوي دي.

د ترهګرۍ محکمې ښځینه ججې نتاشه نیسم دغو ملزمانو ته سزاګانې د ګوجرانواله د زندان دننه د مقدمې د اورېدنې په مهال اورولي دي .

تېر کال په نهم مئ د پخواني وزیراعظم عمران خان له ګرفتارېدو وروسته د هغه د ګوند فعالینو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي اؤ په دغه مهال ګڼ شمیر دولتي اؤ پوځي ودانیو ته اورونه هم لګول شوي وؤ.

د ګوجرانواله سیمې د پولیسو له مخې په دغه ورځ یاده سیمه کې د پولیسو د یو ایس پي په ګډون 10 پولیس ژوبل شوي اؤ یو عام وګړی وژل شوی ؤ اؤ ددې ترڅنګ څلور ګاډي هم ویجاړ کړی شوي وؤ.

ددغه پېښو مقدمه د ګجرانواله په کینټ تاڼه کې د 23 معلومو اؤ 100 نامعلومو کسانو پرضد درج کړل شوې وه.

د نهم مئ له پېښو وروسته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دریځ خپل کړی چې په دغه پېښه کې دده د ګوند هیڅ لاس نشته اؤ وایي د ګوند د ختمولو لپاره یې دغه سازش پلان کړی شوی ؤ.

عمران خان وایي ددغه پېښو نه وروسته د هغه د ګوند په زرګونو کسان نیول شوي اؤ غیرقانوني سلوک ورسره کیږي.

حکومت اؤ پوځ وړاندې اعلان کړی ؤ چې د نهم مئ پېښو کې د ککړو کسانو مقدمې به په پوځي عدالتونو کې چلیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG