لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) یادغونډه ـ خان شهید څوک و؟


د پښتون ملتپاله مشر، خان شهید (عبدالصمد خان اڅکزي) پنځه څلویښتم تلین نن په کوئټه ښار کې د یوې غټې غونډې په ترڅ کې، ولمانځل شو.

نن دغه غونډه د صادق شهید په میدان کې وشوه.

خان عبدالصمد خان د شلمې پیړۍ د جمهوریت مفکر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ بنسټ ایښودونکی و. هغه په ١٩٧٣ کې، د ډېسمبر پر ٢مه نیټه باندې، د کوئټې ښار پر جمال الدین افغاني سړک باندې پخپل کور کې دننه، د لاسي بم په برید کې وژل شوی و.

قاتل یې تر اوسه پورې هم نه دی نیول شوی. خان شهید په ١٩٠٧ کې د گلستان په عنایت الله کاریز کې زیږېدلی و، تعلیمي زده کړې یې یوازې ٨ جماعته په سکول کې کړې وې، بیا نورې عالي زده کړې یې ټوله په زندان کې ترسره کړې.

خان عبدالصمد خان اڅکزي د خپل عمر په ټوله ٦٦ کلونو کې، ٣٠ کاله په بند کې تیر کړل، چې لومړی یې د برصغیرهند څخه د پرنگیانو د ایستلو او بیا د پاکستان له جوړېدو وروسته، دلته د جمهوریت د پلي کیدو دپاره یې خپله مبارزه کوله.

وینا کوونکو وویل چې خان شهید نه یوازې د جمهوریت پلوي و، بلکې د دوی په خبره، هغه د رای د آزادۍ دپاره هم ډیر مهم رول لوبولی و.

له همدغه کبله، نوموړي په ١٩٣٥ کې د استقلال په نامه باندې، له کوئټې څخه په اردو ژبه کې ورځپاڼه خپره کوله چې بیا د پرنگي له لوري وتړل شوه.

د کوئټې د غونډې مهم ټکي:

د خان شهید د تلین غونډه، د بلوچستان په سرښار کوئټه کې جوړه شوې وه او هلته د خان شهید زوی او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر، محمود خان اڅکزي غونډې ته د وینا پر مهال، د خپل پلار د یاد ترڅنگ، د پاکستان پر اوسني اوضاع هم خبرې وکړلې.

محمود خان اڅکزي وویل چې د پاکستان قانون، پوځ ته په سیاست کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي چې په سیاسي اړیکو کې د پوځ د لاس وهنې له سوبه څخه دلته د عادي خلکو تحفظ له منځه تللی دی.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه: «که زموږ بچیان چا مړه کړل، چې مار خوړلی وي، ذمه وار یې آی اېس آی دی. موږ بچیان د دې دپاره نه دي راوړي چې هرسړی به بمان ورته ایږدي.»

ښاغلي اڅکزي وویل چې موږ په پاکستان کې د ټولو قامونو په هره څانگه کې برابري غواړو. هغه په افغانستان کې روانې بدامنۍ وغندلې، د طالبانو په شمول پر نورو مشرانو باندې یې غږ وکړ چې د روغې جوړې دپاره دې پخپل منځ کې سره کښیني.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر په وینا، «افغانستان به هغه افغانستان جوړ بلل کیږي چې مستقل وي، چې آزاد وي، چې استقلال ولري، او چې افغانان پخپله سره کښیني، پخپله حکومت کې، خپله یو قانون د پښتنو د مزاج او د اسلام مطابق جوړ کړي.»

اڅکزي له ملگرو ملتونو څخه هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان ټوله گاونډیان دې، د دې پابنده کړي چې هلته دې لاسوهنې نه کوي. محمود خان اڅکزي وویل جرگې به جوړوو چې هغه و نړۍ ته دا په ډاگه کوي چې پښتانه ترهگر نه دي. د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبائي مشر، عثمان کاکړ وویل چې دا وخت په هیواد کې د پوځي مارشالا په شان حکومت دی.

عثمان کاکړ زیاته کړه: «دا ځل مارشالا پوځي اسټبلشمینټ د تحریک انصاف په شکل کې پر دې ملک باندې مسلطه کړله. نن یې پارلیمنټ نیولی دی، میډیا یې نیولې ده، زمونږ ټول معدنیات یې نیولي دي.»

XS
SM
MD
LG