لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان پوځ : په باجوړ کې په امنیتي چیک پوسټ د وسله والو په برید کې یو پوځي وژل شوی


د پاکستان پوځ ویلي دي په باجوړ کې په یوه امنیتي چیک پوسټ د وسله والو دپولې پورې غاړې په برید کې د دوي یو پوځي وژل شوی دی.
د پوځ د بیان تر مخه دا برید د پاکستان او افغانستان پولې ته نزدې په باجوړ کې د پاکستاني ځواکونو په یو چیک بوسټ ترهګرو کړی ؤ.
د بیان تر مخه وسله وال د حملې ورستو وتښتېدل خو نور تفصیلات یې نه دي ورکړي.
خبري اداره ای پي واي باجوړ د پوځ د عملیاتو او ددې د صفا کولو د دعوې نه مخکې په یو وخت کې د طالب وسله والو مرکز ؤ خو حملې لا اوس هم کېږي.
د پاکستان د افغانستان سره 2400 کلومیټره شریکه پوله ده.
د ادارې تر مخه دواړه هیوادونو اکثره په یو بل تور پورې کوي چې د خپلو سرحدونو سم حفاظت نه کوي چې له کبله یې وسله وال په حملو کې بریالي شي.
د پاکستان د تازه بیان په حقله د افغانستان یا کوم وسله وال ګوند لخوا تر اوسه څه بیان مخې ته نه دی راغلې.
افغان چارواکو تل د پاکستان لخوا په دغه شان خپل غبرګون کې ویلي دوي نه یواځې د خپلې پولې څارنه کوي بلکې د وسله والو په ضد دوام داره عملیات هم کوي.
پاکستان د افغانستان سره په پوله ازغن تار هم لګولی دی او یو شمیر امنیتي چیک پوستې هم لري.
پاکستان دا دعوا کوي چې د پاکستان خواته په خپله سیمه کې یې د ترهګرو ځالې ختمې کړي دي.
XS
SM
MD
LG