لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د افغانستان سره پولې د انتظام دپاره ځانګړې حکومتي محکمه جوړوي


 د سرکاري مېډيا ترمخه وزير اعظم ويلي پاکستان د خوندي شوي سرحدونو نظام غواړي. هغه په دې لړ کې د کورينيو چارو وزارت ته د يو ځانګړى ډويژن يا څانګې جوړولو احکامات هم جاري کړيدي
 د سرکاري مېډيا ترمخه وزير اعظم ويلي پاکستان د خوندي شوي سرحدونو نظام غواړي. هغه په دې لړ کې د کورينيو چارو وزارت ته د يو ځانګړى ډويژن يا څانګې جوړولو احکامات هم جاري کړيدي

د سرحدونوانتظام او افغانستان سره تجارتي اړيکو په هکله په اسلام اباد کې ترسره شوي غونډى ته خپله وينا کې وزيراعظم عمران خان اړونده حکومتي چارواکو ته د افغانستان سره تجارتي اړيکو ته وده ورکوولو لپاره عملي ګامونو پورته کوولو امر کړی دی.

د سرکاري مېډيا ترمخه وزير اعظم ويلي پاکستان د خوندي شوي سرحدونو نظام غواړي. هغه په دې لړ کې د کورينيو چارو وزارت ته د يو ځانګړى ډويژن يا څانګې جوړولو احکامات هم جاري کړيدي.

دا په داسى حال کې چې تجارتې اړيکو ته وده ورکولو لپاره د افغانستان او پاکستان څخه د پارلېمنټ، حکومت ا د تاجرانو په کچه هم هلې ځلې دوام لري.

په ورستیو کې د وزير اعظم عمران خان او د هغه د تجارت سلا کار رزاق داود دا افغانستان سفر کړى او بيا رزاق داود ويلي و پاکستان غواړي د خپل ګاونډي هيواد سره د سيمنټ، دوايانو تعميرات سریه او ميوو تجارت ته نوره وده ورکړي.

د واکمن تحريک انصاف ګوند د سينيټ د تجارت لپاره قایمه کميټۍ مشر مرزادمحمد افريدي وايي حکومتي پام لرني او د کسټم لخوا په پلو د سکېنرو یا د څارنې مشینانو د پرځاى کوولو سره تجارتي درغليو کى کمى شوی دی.

سينيټر مرزا افريدي وي او ای ډيوه ته ويلې پاکستان حکومت د افغانستان سره لګيدلى پله باندې صنعتي مرکزونو د جوړښت پريکړه هم کړيده او بيا د افغانستان د لارى دغه صنعتونو جوړ مصنوعات د تجارت ګټي به دواړه هيوادونو ته کيږي ځکه چې افغانستان کې به په دې محصول نه اخستلى کيږي.

د تېر اکتوبر په مياشت اسلام اباد کى د پاکستان او افغانستان پارليماني غړو او سوداګرانو دوه ورځني غونډه کې دوه اړه خيزه تجارتي اړيکو ته وده ورکولو لپاره يو شمير وړاندېزونو منظوري ورکړى شوی وه چې ترمخه ېې پاکستان کى د کاروبار غرضي افغانانو ته د ٥ کاله تجارتي ويزه جارىي کوولو سپارښتنه هم شوى وه.

دا پاکستان او افغانستان د تاجرانو ګډ تنظيم يا پاک افغان جواٸنټ چيمبر پخوانې مرستيال مشر جمالدين اچکزي د افغانستان سره تجارتي اړيکو ته وده ورکولو په ترڅ کي دا عمران خان دا حکومت هڅى مثبت بلي.

هغه وي او ای ډيوه ته ويلي دا چمن او تورخم په پلو د ګډ تجارت حکومتي پرېکړى دواړه خوا تاجرانو په ګټه دي.

جمال الدين اچکزي وايي د ايشياي بينک په مرستو پلى سره نېزدي لوى ودانى دا جوړښت په کار هم لاس پورى کړى شوے چرته به په يو ځاى د کسټم او نور اړونده ادارو دفترونه وي چې له امله به ېې تاجرانو ته اسانتياګانى په لاس ورځي.

کال ٢٠١٩ کى د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرى حجم ٢ اربه ډالر و.

د وزير اعظم عمران خان تجارت سلاکار رزاق داود وايي پاکستان راتلونکي دري کاله کې دغه حجم ٥ اربه ډالر ته رسوول غواړي.

څو ورځى وړانډې رزاق داود دخپل ټو يټ دا لارى د کسټم ادارې لخوا دا چرګانو صنعت باندې دا صادرات په مد کې دا محصول شرح راټيټولو دا پريکړى ستاينه کړى وه.

رزاق داود د چرګانو په سوداګرو باندى دا افغانستان سره صادراتو لپاره دغه حکومتي پريکړى نه ګټه اخستو ټينګار کړى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG