لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کډوالو بيرته هیواد ته د تګ لړۍ بيا پیل شوه


ډيوه ريډيو سره په خبرو کې دنيا وويل چې پاکستان کې يو اېن اېچ سي ار د رجسټرډ افغان کډوالو بيرته ستنیدو دپاره دوه مرکزونه لري چې يو يې په پیښور او بل په بلوچستان کې دی
ډيوه ريډيو سره په خبرو کې دنيا وويل چې پاکستان کې يو اېن اېچ سي ار د رجسټرډ افغان کډوالو بيرته ستنیدو دپاره دوه مرکزونه لري چې يو يې په پیښور او بل په بلوچستان کې دی

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې، یواېن اېچ سي ار، پاکستان کې وياندې دنيا اسلم خان په وېنا د پاکستان نه څلور مياشتې وروسته نن د افغان کډوالو ۱۹۴ کورنۍ بيرته خپل هیواد ته ستنې شوې.

ډيوه ريډيو سره په خبرو کې دنيا وويل چې پاکستان کې يو اېن اېچ سي ار د رجسټرډ افغان کډوالو بيرته ستنیدو دپاره دوه مرکزونه لري چې يو يې په پیښور او بل په بلوچستان کې دی.

هغې وويل نن د خیبرپښتونخوا نه ۱۹۴ او بلوچستان نه دوه کورنۍ بيرته په خپله مرضۍ ستنې شوي دي، دا د سږ کال وړومبۍ ورځ وه چې بیرته افغان کډوال خپل هیواد ته ستنیدل پیل شو.

تیرې څلور میاشتې د يخ موسم له سببه د کډوالو بيرته تګ ودرول شوی و.

د يُو اېن اېچ سي ار ترمخه تیر کال درې لاکه ۷۰ رجسټرډ افغان کډوال بيرته ستانه شوي او ۱۳ لاکه اوس هم لا په پاکستان کې میشت دي.

راپورونه د افغان چارواکو له قوله وايي چې تیرکال په لویه شمیره کې هغه افغان کډوال هم بيرته راستانه شوي چې رجسټرډ نه و. د غیر رجسټرډ کډوالو شمیره مخې ته نه ده راغلې.

د دنيا په وېنا اداره يې د بیرته ستنیدونکوکډوالو سره مرستې کوي خو د تیر کال په پرتله سږکال يواځې دا بدلون شوی چې تیر کال د يواېن اېچ سي ار لخوا کډالو ته ۴۰۰ ډالره ورکړی کیده او سږ کال د فنډ د کمي له سببه ۲۰۰ ډالره ورکړی کيږي.

د پاکستان نه تیر کال تر ټولو زيات افغان کډوال بيرته ستانه شوي دي دا چې سږ کال به څومره بيرته ستنيږي؟ د دغه پوښتنې په ځواب کې د يو اېن اېچ سي ار وياندې وويل دا به د وخت نه وړاندې ويل وي ځکه نن وړومبۍ ورځ وه .

نوموړې وويل د پاکستان حکومت د فرورۍ په میاشت کې خپله نوي تګ لاره اعلان کړې چې رجسټرډ افغان کډوال د سږ کال د اخیره پورې پاکستان کې پاتې کیدی شي او د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت د غیر رجسټرډ افغان کډوالو د رجسټرېشن هم ويلي ؤ او دوي ته يې د کډوالو د قانوني درجې ورکولو ويلي ؤ.

دنيا وويل د پاکستان د حکومت دغه نوې تګ لاره د افغان کډوالو بيرته ستنیدو په عمل اثر کولی شي.

راپورنه د کډوالو له قوله وايي چې بيرته خپل هېواد ته په ستنېدو يې افغانستان کې مرستې نه کيږي، ولې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې وړاندې کېدی شي داسې شوي وي ولې اوس د هېواد په شلو صوبو کې د کډوالو دپاره ابادۍ کول په پام کې نيول شوی او تیارئ يې روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG