لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي : د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې ښه والى راغلى دى


په کابل کې دخيراتونو ورکونکوملکونو په اوسني يونړيوال کانفرنس کې دافغانستان دراتلونکي په کړنلاره فکر وکړواو په دغه موقع دافغان او پاکستاني حکومت ترمينځ په اړيکو کې تودوالى هم وليدل شو

خو اوس به کتل دا وي چې ددواړو ملکونو ترمينځ په اړيکو کې دغه بدلون تر څومره مودې پورې دوامداره پاتې کيږي.
دکلونو څخه پاکستان اوافغانستان ډير ښه گاونډيان نۀ دي پاتې شوي، دافغانستان اوسنى صدر حامد کرزى به اکثره دپاکستان په اينټلي جنس ادارو تندلارو ته دپناه او مدد ورکولو تورونه لگول چې دپولې دپورې غاړې څخه افغانستان ته وراوړي او دغلته بريدونه کوي خو پاکستان تل دغه رقم تورونه رد کړي دي.
خو سږ کال داسې ښکاري چې ددواړو گاونډي هيوادونو په تعلقاتو کې ښه والى راغلى دى، دمصالحت دڅرگندونې په توگه افغان صدر حامد کرزي اودپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ترمينځ په تير مارچ کې په اسلام اباد کې ليدنه وشوه، بيا په 18مه جولا ئي دواړوهيوادونو په يو تجارتي تړون لاسليکونه وکړل چې يوه ستره واقعه گڼل کيږي ځکه چې د 1960م دلسيزې څخه راپديخوا په لمړي ځل ددواړو هيوادونو ترمينځ دغسې تړون شوى او يو امريکائي چارواکي دغه تړون يوه ستره واقعه گرځولې ده.
خو ددغه بدلون وجه څه ده؟
دجنوبي ايشياء دچارو لپاره دامريکا دخارجه محکمې پخوانۍ مرستياله وزيره ټيريسيټا شيفر وائي صدر کرزي په کيلنډر کې 2011ء کال وليدلو، يعني هاغه کال چې صدر اوباما وئيلي ؤ په دغه کال کې دافغانستان نه دامريکائي پوځيانو مرحله وار ستنيدل پيل کيدلى شي خو کۀ چرې حالات اجازه ورکړي.
شيفر دا هم وائي چې " زۀ دا گڼم چې دټولو وجوهاتو په اساس ښاغلى کرزى دې نتيجې ته رسيدلى دى چې دپاکستان سره نزدې تعلقات قائمول دهغه په گټه دي او دکال 2011ء تاريخ دهغه سوچ متاثره کړى دى"
تجزيه کار وائي چې هند په افغانستان کې په افغانستان کې خپلې اقتصادي او سفارتي پنجې ښخوي چې دپاکستان لپاره دتشويش وجه ده.
دجارج ټاؤن يونيورسټۍ پروفيسره کرسټن فئير نن سبا دپاکستان په سفر ده او هغه وائي دهند نظر هم په کلينډر دى.
فئير وائي " کتل به دا وي چې هند خپل لوبه څنگه کوي ، نن سبا دامريکا لخوا دورکړل شوي امنيت له امله هند ته پرانستې رخصتي ترلاسه شوې ده، په هندکېنن سبا دا بحث روان دى چې کله امريکايان دافغانستان څخه لاړ شي نو هند به څه کوي ځکه چې دا په ډاگه ده چې بيا به هند هاغه څه نۀ شي کولى څه چې اوس کوي،نو مسئله دا ده چې په دغه لوبه کې زيات قوتونه شامل دي او دغه ټولو په يو بل نظر ساتلى دى"
امريکا دافغانستان او پاکستان ترمينځ په تعلقاتو کې په تودوالي خوشحاله ده ځکه چې دغه شان به يې سفارتي او سياسي ژوند يو څه اسان شي.
واشنگټن په افغانستان کې دياغيتوب په ضد جگړه کوي ، په کابل کې يې يو کمزوري او بدعنوانه حکومت ته اډاڼه ورکړې ده او دپاکستان په حکومت ټينگار کوي چې پخپله سيمه کې دموجودو تندلارو عناصرو په ضد گامونه واخلي او ددغو ټولو مقصدونو ترمينځ توازن قائم ساتل اسان نۀ دي.
خو څيړونکي وائي په افغانستان کې ځينې حلقې داسلام اباد او کابل ترمينځ په روغه جوړه خوښ نۀ دي.
په افغانستان کې داروپائي اتحاديې ځانگړى استازى فرانسس وينډرل وائي چې په افغانستان کې نسلي اقليتونه له دې امله پريشانه دي چې دمصالحت له امله به دصدر کرزي اودهغه پښتنو ملگرو لاسونه مضبوط شي او ځينې پښتانۀ هم په دغه وضعيت خوښي نۀ لري.
څيړونکي خبردارى ورکوي چې دافغانستان او پاکستان ترمينځ داړيکو په ښه والي کې کمى زياتى راځي او کۀ چرې دکال 2008م پشان بله پيښه رامينځته شينو ددواړو هيوادونو ترمينځ په اړيکو کې تودوالى ختميدلى شي.
په کال 2008م کې ځانمرگي بريد کوونکو په کابل کې په هندي سفارت خانه دوه ځله بريدونه کړي وؤ او ددغه بريد ذمه واري طالبانو منلې وه خو افغان حکومت ددغه بريد تور په اشارو کې په پاکستان لگولى ؤاو وئيلي يې ؤ چې دا ديو بهرني هيواد لاس وهنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG