لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې پولیس ٣٩ افغانان د هېواد د استقلال ورځ په نمانځلو نیولي


د افغانستان د استقلال ورځ د اگست په ١٩ نیټه ونمانځل شوه. صدر اشرف غني د دې ورځ د لمانځلو په مراسمو کې گډون وکړو
د افغانستان د استقلال ورځ د اگست په ١٩ نیټه ونمانځل شوه. صدر اشرف غني د دې ورځ د لمانځلو په مراسمو کې گډون وکړو

په پېښور کې پولیس ٣٩ افغانان د خپل هیواد د استقلال ورځ په نمانځلو نیولي دي. پولیس په نیول شویو افغانانو الزام لگولی چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکه خوروله.

په پېښور کې مامورینو ویلي نیول شويو افغانانو د هېواد د استقلال ورځ په مناسبت د افغانستان بېرغونه پورته کړي وو او په موټرو کې او په موټرسایکلو سواره په سړک روان وو.

د وي او ای د اردو څانگې د رپورټ ترمخه، د پېښور په حیات اباد کې پولیس د افغانانو د نیولو تصدیق کړی دی. پولیس وویل افغانان د اتوار، یکشنبې، په شپه ونیول شو او د گل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شو.

د وي او ای اردو څانگې خبریال شمیم شاهد په خپل رپورټ کې ویلي په پېښور کې گمارل شوي یو افغان سفارتکار هم د افغانانو د نیول کېدو تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې د نیول شویو کسانو په ضمانت د ازادولو دپاره کوښښونه پېل کړی شوي دي.

د انساني حقونو یو کارکونکي د افغانانو گرفتاري بې ځایه وبلله.

د پېښور هايي کورټ پخواني جج او د هیومن رایټس کمشن اف پاکستان غړي شیرمحمد خان وي او ای اردو څانگې ته وویل د نسل یا د مذهب په نوم د نفرت خپرونکو خلاف قانوني گامونه اخیستل کیدی شي خو د کوم بل ملک بیرغ پورته کول د منافرت یا نفرت په زمره کې نه راځي.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ ویلي حکومت یا حکومتي ادارې د افغانستان بیرغ د پورته کېدو سره کوم مشکل نه لري خو ځینې خلک د دې په شا نور مقاصد ترلاسه کول غواړی.

شوکت یوسفزي وویل پولیس ځینې کسان د تحفظ په خاطر نیول شوي وو چې د ځینو پکې ضمانتونه وشول او د نورو ضمانتونه به زر وشي.

د اردو څانگې په رپورټ کې دا هم ویل شوې دي چې د اگست په ١٥ مه نېټه هم د پېښور په یونیورسټي ټاون علاقه کې یو افغان سبزي فروش د هیواد بېرغ په پورته کوولو نیول شوی و چې وروسته په ضمانت ازاد کړی شو.

د افغانستان د استقلال ورځ د اگست په ١٩ مه نېټه ونمانځل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG