لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره مذاکراتو په اړه د افغان حکومت دریځ د ویش ښکار دی


د افغان صدر اشرف غني او د سرتاج عزیز د لیده کاته یو تصویر
د افغان صدر اشرف غني او د سرتاج عزیز د لیده کاته یو تصویر

د افغانستان حکومت طالبانو سره د مذاکراتو په اړه دریځ د ویش ښکار دی خو پکار ده چې کابل په دې لړ کې د پاکستان د گرمولو پرځای په خپله تگ لاره کې هم آهنگي راپیدا کړي. دا خبره پاکستان د خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز وایس اف امریکا سره په خصوصي مرکه کې کړې ده.

سرتاج عزیز وویل افغانستان د سیاسي هم اهنگي او د کره دریځ د نشت والي له امله دا مسله نشي فیصله کولی چې آیا طالبان ترهگر دي او که د هیواد په سیاسي بهیر کې د ونډې حق لري.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې هم ددې غیر واضح دریځ په وجه په افغانستان کې د نړي والې ټولنې په ملاتړ د امن مذاکرات په پیل کولو کې خنډان راولاړیږي.

هغه وویل پاکستان او نړي واله ټولنه په افغانستان کې د جنگ خاتمه، د ملي یوالي حکومت کامیابي او په ټول هیواد باندې د حکومت عملداري غواړي. "هیڅ څوک نه غواړي چې په افغانستان کې جنگ دوام ولري."

سرتاج عزیر وویل د افغان حکومت کره دریځ، د پاکستان دا ژمنه چې خپله خاوره به د افغانستان خلاف استعمالیدو ته نه ورکوي او نړي وال فشار طالبان د مذاکراتو په میز کښیناسو ته اماده کولی شي.

سرتاج عزیز وویل یوازې فوجي قوت طالبانو ته ماتی نشي ورکولی. هغه وویل که څه هم طالبان نه کابل او نه هم ټول هیواد نیولی شي خو خپلې جگړې ته د اوږد وخت پورې دوام ورکولی شي. "د افغانستان اولس زر تر رزه امن غواړي."

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG