لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي کرونا وایرس د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګوولو کار نه دی متاثر کړی


 پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار د معلوماتو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د افغانستان سره د ازغن تار لګوولو ۸۵ فیصد کار او په بلوچستان صوبه کې ۷۰ فیصد کار مکمل کړی شوی دی
پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار د معلوماتو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د افغانستان سره د ازغن تار لګوولو ۸۵ فیصد کار او په بلوچستان صوبه کې ۷۰ فیصد کار مکمل کړی شوی دی

پاکستاني مامورینو ویلي افغانستان سره د پولې د ۷۰ فیصد نه زیاتې برخې باندې ازغن تار لګول شوی دی او کرونا وایرس له امله د تار لګوولو کار نه دی متاثر شوی. دغه پوله قریباً ۲۶۰۰ کلومېټره اوږده ده.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۷ کې د افغانستان سره په پوله چې د ډیورڼد کرښې په نوم هم یادیږي د تار لګوولو کار شروع کړو. پوځ ویلي د ۵۰۰ مېلین ډالرو مالیت دغه منصوبه به د سږ کال تر اخېره او یا د کال ۲۰۲۱ د اوړي د موسم پورې سر ته و رسول شي.

پاکستان وايي په پوله د تار لګوولو مقصد د وسله والو د تګ راټګ مخه نیول دي خو افغانستان د پاکستان ددغه یو اړخیز ګام مخالفت کوي وايي پاکستان باید د وسله والو خلاف عملي ګامونه واخلي او په خپله خاوره د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار د معلوماتو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د افغانستان سره د ازغن تار لګوولو ۸۵ فیصد کار او په بلوچستان صوبه کې ۷۰ فیصد کار مکمل کړی شوی دی.

رپورټ وايي دغه تار په درې مېټره اوچتو ستنو لګولی شي د یو سره غبرګې لګول شوي دي. د دغه ستنو په سر او په منځ کې د ازغن تار پېچلې ګیډۍ لګوول شوي دي او دا کټۍ د سختو او لوړو غرونو نه تېریږي چې ځینې د غر څوکې پکې ۱۲۰۰۰ فټه اوچتې دي.

د تار ترڅنګ پوځ وايي په پوله نوي پوسټونه او قلعې هم جوړیږي چې د څارنې جدید الات لري.

د پوځ ترجمان مېجر جنرل بابر افتخار د ګل، دوشنې، په ورځ د پاکستان ای ار وايي ټېلې وژن ته وویل د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پرخای کړی شوي لاک ډان له امله د افغانستان سره په پوله د تار لګوول کار نه دی متاثر شوی.

مېجر جنرل افتخار وویل په خېبرپښتونخوا کې په پاکستان افغانستان پوله د تار لګوولو کار قریباً پوره کېدونکی دی او په بلوچستان کې پرې کار په چټکتیا روان دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي افغان چارواکي په پوله د تار لګولو د پاکستاني ګام مخالفت کوي او وايي دا د برطانوي راج د وخت راښکل شوي د سیمې د ویش کرښه ده خو اسلام اباد وايي په کال ۱۹۴۷ کې برطانيي نه د هېواد د ازادۍ وروسته دا اوس نړیوال سرحد دی.

امریکې هم په افغان پوله د پاکستان د امنیتي ګامونو ستاینه کړې ده او امریکايي چارواکو د کانګرس غړو ته ويلي واشنګټن "ډیورنډ لاین ته په نړیواله کچه د منل شوي سرحد په توګه ګوري."

د پاکستان پوځ وايي په سیمه کې یې د ترهګرو بنیادي اسانتیاوې تباه کړي دي چې په نتیجه کې یې امنیت ښه شوی او به ملک کې د وسله والو حملې کمې شوي دي. خو په تېرو څو میاشتو کې په شمالي وزیرستان ضلع کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوي او دا تشویش یې راپارولی چې وسله وال په سیمه کې بیا ځان قوي کوي. خو پوځ دا تشویش ردوي. ايي اېس پي ار وویل دا تشدد هغه عملیاتو راپارولی چې امنیتي ادارې یې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد په سیمه کې د وسله والو خفیه ډلو په ضد کوي.

ايي اېس پي ار وايي د صلاحیت د مسلو له امله افغانستان خپل لورې ته په پوله په مناسب ډول امنیت نشي ساتلی چې په نتیجه کې یې د ملک به مشرقي او جنوب مشرقي سیمو کې وسله والو او داعش ډلې مرکزونه جوړ کړي او د پاکستان په ضد حملې کوي.

اسلام آباد وايي د امنیت په لړ کې د ګامونو او د سفارتي کوښښونو د امریکې او طالبانو د سولي په معاهده کې مرسته کړې ده. د معاهدې د لاندې په امریکا د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او طالبان په امریکايي ځواکونو حملې نه کوي او دا به یقیني کوي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG