لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي افغانستان کې امن ته ليواله دی


د پاکستان خارجه وزیره هیلري کلنټن
د پاکستان خارجه وزیره هیلري کلنټن
دپاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر وئيلي دي چې پاکستان افغانستان کې امن، ثبات او خوشحالۍ ته ليواله دى.
په اسلام اباد کې دډي ايټ وزارتي کونسل غونډې ته پخپله وينا کې حنا رباني کهروويل دسيمې داقتصادي پرمختيا لپاره سيمه کې امن او ثبات ضروري دى او وخت رارسيدلى چې دپرمختيا دنوؤ منزلونو په لوري گامونه واخستل شي.
اسلام اباد کې په دغه وزارتي غونډه کې دغړو هيوادونو خارجه وزيرانو او نورو چارواکو گډون وکړو، په دغه موقع دوزارتي کونسل چئيرمين ددغه کونسل صدارت دراتلونکو دوؤ کلونو لپاره دپاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کهر ته وسپارلو.
دوزارتي کونسل چئيرمين وويل دډي ايټ هيوادونو ترمينځ همکاري او مرسته يو ښه گام دى.
دهغه وينا وه دوزارتي کونسل صدارت پاکستان ته ورکول کيږي، چې ددې سره به دغړو هيوادونو داړيکو په نورو ښه کيدو کې مرسته وشي.
دمشرۍ سمبالولو وروستو حنا رباني کهر وزارتي کونسل ته پخپله وينا کې په غزه داسرائيلي بريدونو په سختو ټکو کې غندنه وکړه او دا يو غيرانساني عمل وگرځولو.
هغې وويل په غزه داسرائيل بريدونه دانسانيت په ضد دي او په دې سخت وخت کې مونږ دغزه سره اوږه په اوږه ولاړ يو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG