پاکستان به سږ کال د افغانستان سره په پوله په ازغن تار او رڼاگانو لگولو باندې ٢٠ اربه روپۍ یا ١۴٩ مېلین ډالر مصروي، دا په داسې حال کې چې د وزیراعظم عمران خان حکومت وايي د هېواد د خراب اقتصادي صورتحال له امله مالي امداد ته اړتیا لري.
په ډیورنډ کرښه د دغه پېسو لگولو فېصله د پاکستان کابېنې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې وکړه چې مشري یې وزیراعظم عمران خان وکړه.
د غونډې وروسته مطبوعاتو ته په حکومتي بیان کې وویل شو چې کابېنې د افغانستان سره په پوله د ازغن تار او د رڼا انتظام برابرولو دپاره په مالي کال ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کې ٢٠ اربه روپۍ، ١۴٩ مېلین ډالرې، منظوري کړې.
د پاکستان پوځ د تېرې څه مودې راهسې په ډیورنډ کرښې د ازغن تار لگولو او د امنیتي ځواکونو د څوکیو په جوړولو کار پېل کړی دی. پاکستان وايي دا گام د هغه کوښښونو برخه ده چې هدف یې د ترهگرۍ مخه نیول دي.
په افغانستان او هم په پاکستان کې دننه پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني گام مخالفت کیږي. ناقدین وايي دغه قام د کرښې دواړه خوا پراته پښتانه د یو بل نه جدا کوي او دا چې گنې ازغن تار د ترهگرۍ مخنیوي دپاره کافي نه دی.
افغانستان سره د پولې په اړه د پاکستان کابېنې فېصله په داسې وخت کې کړې چې یوه ورځ وړاندې عمران خان د هندوستان سره د تگ راتگ د نوي لار د بنیاد تېږه کېښوده.
د جمیعت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د پلویانو یوې غونډې ته په دې اړه وویل چې حکومت خو یو خوا ته د هندوستان سره د هېواد په مشرقي سرحد امن راولي نو په ډیورنډ کرښه یې د جنگ په رنگ حالات برابر کړې دي.
د پاکستان کابېنې په ډیورنډ کرښه د ازغن تار او لایټونو لگولو دپاره د اربونو روپو منظوري په داسې حال کې هم ورکړې ده چې د عمران خان حکومت د کړکیچن اقتصادي صورتحال له امله خارجي مالي امداد ته اړتیا لري، سعودي عرب او د چین نه مالي کومک ترلاسه کړی دی او د نړيوالې مالیاتي ادارې ايي اېم ایف نه یې د قرض اخیستلو دپاره ادارې سره مذاکرات شروع کړې دي.