لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان، افغانستان کې د سیلابونو کې د ١٠٠ ؤ نه زیات خلک مړه شوي


، افغانستان کې هم د درنو بارانونو د لاسه سیلابونو کې ٥٨ کسان مړه شوي دي. رپورټونه وايي سیلابونو د لاسه زیات نقصانات د افغانستان په ختیزه برخه او د پاکستان سره نزدې سیمو کې شوي دي
پاکستان او افغانستان کې د درنو بارانونو د لاسه راغلې سیلابونو کې د ١٠٠ ؤ نه زیات کسان مړه شوي دي او د دواړو هیوادونو په مختلفو برخو کې يي په لویه کچه تباهي رامنځته کړې ده.
د پاکستان پوځي او غیر پوځي ادارو سیلاب ځپلو سیمو کې امدادي کار شورو کړی دی او د سیلاب د له امله د مرگ ژوبلې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې شوي دي. دا خبره د بیړني حالاتو کې د امداد حکومتي ادارې نیشنل ډزازسټر مینیجمنټ اتارټي افسر برگیډئیر کامران ضیا کړې ده.
د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبه، قبائیلي سیمو او صنعتي ښار کراچۍ کې سیلابونو نقصان کړی دی. ښاغلي ضیا ویلي د سیلاب د لاسه ١٢ کسان قبائیلي سېمو کې، اته خیبر پښتونخوا، درې کسان د پاکستان د انتظام د لاندې کشمیر، ١٢ کسان پنجاب او ١٠ کسان بلوچستان او اته کسان سنده کې مړه شوي دي.
کامران ضیا ویلي سنده کې سیلاب د لاسه زیات نقصان کراچۍ کې د اوبو ویستلو د خراب نظام په وجه شوی دی.
بلخوا، افغانستان کې هم د درنو بارانونو د لاسه سیلابونو کې ٥٨ کسان مړه شوي دي. رپورټونه وايي سیلابونو د لاسه زیات نقصانات د افغانستان په ختیزه برخه او د پاکستان سره نزدې سیمو کې شوي دي.
پاکستان کې د پشکال بارانونو د لاسه سندونو کې د اوبو زیاتیدو په وجه اکثر سیلابونه راځي. کال ٢٠١٠ کې د هیواد په تاریخ کې بد ترین سیلابونه راغلي وو چې پکې ١٧٠٠ خلک مړه شوي وو.
XS
SM
MD
LG