لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني: (پاکستاني) علماء نه وپوښتئ چې فتوا ولې یو هېواد پورې محدوده؟


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستاني علماء لخوا د خپلسره شریعت او ځانمرګو بریدونو په ضد ورکړل شوې فتوا باندې نیوکې کړي او وایي، اسلام تر یوه هېواده محدود نه دی، که د ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو په ضد فتوا تر یوه هېواده محدودېږي دا د اسلام خلاف کار دی. هغه وایي که له اسلامي پلوه ترهګري حرامه وي، نو لومړی باید په افغانستان کې حرامه وګڼل شي.

" تاسې له دې علماوو نه غوښتنه وکړئ، چې له کوم وخت نه د اسلام فتوا په یوه هېواد محدودیږي. دا خو سوشلیزم نه دی چې سټالن په یوه هېواد باندې محدود کړ."

ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو مشاورتي ملي کانفرانس ته په وینا کې وویل، چې ایا د اسلام اصول یواځې په یوه هېواد کې د عمل وړ دي او که په ټوله اسلامي نړۍ کې باید نافذ شي. ده وویل اسلام نړیوال دین دی او اصول یې په ټوله دنیا کې د عملي کېدو وړ دي.

واشنګټن، کابل او نوی ډیلی باور کوي، چې په پاکستان کې مېشت حقاني ډله، طالبان شورا، لشکرِ طیبه او جماعت الدعوه په شان یو شمېر نورې توندروه او ترهګرې ډلې د پاکستان له خاورې په افغانستان او هندي کشمیر کې په ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو کې ککړ دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ په مهال ډېره هڅه وکړه، چې پاکستان د خپلو دیني عالمانو په وسیله په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد فتوا ورکړي، خو بریالی نه شو.

ځینې سیاسي څېړونکي هم انتقاد کوي چې ترهګرۍ په سیمه کې أفغانستان او پاکستان دواړه ځپلي دي، نو د پاکستاني عالمانو فتوا ولې یواځې په دې هېواد کې ځانمرګي بریدونه حرام ګڼلي دي. د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز وایي، پکار ده چې د ترهګرۍ په ضد ګډه فتوا خپره شي:

"د افغانستان دیني عالمان شکایت کوي، چې د پاکستان دیني عالمان په افغانستان کې د "جهاد" غندنه نه کوي. د دغو دواړو هېوادونو دیني عالمان باید سره کښېني او یوه داسې بیانیه خپره کړي، چې د ټولو سیمې لپاره د عمل وړ وي."

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د سه شنبې-منګل په ورځ د شاوخوا ۱۸۰۰ پاکستاني عالمانو فتوا په رسمي توګه د پیغامِ پاکستان په نوم اعلان کړه، چې ترهګري او ځانمرګي بریدونه یې پکې حرام ګڼلي دي. ولسمشر ممنون حسین په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:

"د پیغامِ پاکستان په نوم دغه فتوا به د اسلام زرینو اصولو ته په پام سره د دې لپاره د قومي بیانیې په توګه عملي کېږي، چې د ترهګرۍ مخه ونیول شي".

دا فتوا په داسې وخت کې خپره شوې، چې وسلوالو ډلو په افغانستان او پاکستان دواړو کې ځانمرګو بریدونو ته دوام ورکړی، چې په نتیجه کې یې ګڼ شمېر بې ګناه خلک وژل کېږي، خو دوی خپلو د ترهګرۍ هڅو ته د اسلام په رڼا کې جواز لټوي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د ترهګرۍ په ضد فتواوې ورکړل شوي او ځانمرګي بریدونه پکې حرام ګڼل شوي دي، خو د ځانمرګو بریدونو مخه یې نه ده نیولې. دا اوسنۍ فتوا ځکه د ارزښت وړ ګڼل کېږي، چې بېلابېلو مذهبي فرقو د مشرانو، د پارلمان د غړو، پالیسي جوړوونکو، پوځ او سیاستوالو په ګډ توافق خپره شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG