لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى: طالبانو سره مذاکراتو کې دې پاکستان مرسته وکړي


افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان دقومي سلامتۍ په هکله د وزيراعظم صلاح کار په هوايي اډه هرکلى ووئيلو اؤ وروستو د وزيراعظم ماڼۍ ته د هغۀ په رسيدو دپاک پوځ يوې دستې حامد کرزي ته سلامي وړاندې کړه
افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان دقومي سلامتۍ په هکله د وزيراعظم صلاح کار په هوايي اډه هرکلى ووئيلو اؤ وروستو د وزيراعظم ماڼۍ ته د هغۀ په رسيدو دپاک پوځ يوې دستې حامد کرزي ته سلامي وړاندې کړه
دگل په ورځ د پاکستان په يو ورځني سفر اسلام اباد ته رسيدلي د افغانستان صدر حامد کرزي دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال وئيلي دي هغه باور لري چې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دتندلارو خوندي ځالې افغانستان کې دناقرارۍ بنيادي علت دى اؤ بايد پاکستان دافغانستان دننه د سولې اؤ امنيت د ټينگښت په خاطر دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي عمل کې مرسته وکړي .
حامد کرزي وويل دپاکستان حکومت دافغانستان دامنيتي شورا اؤ طالبانو ترمينځ خبرو اترو ته لاره هوارولى شي اؤ د يو نزدې گاونډي په حيث هغوئ د پاکستان څخه هيله لري چې په دغه هکله به خپل کوټلى کردار ترسره کړي.
په پاکستان کې د نوازشريف په مشرۍ د رامنځته شوي نوي حکومت د واکمنۍ په مهال دا پاکستان ته د افغانستان د صدر لمړى سفر دى چې پکې صدر کرزي دپاکستان وزيراعظم سره ليدنه کې دافغانستان اؤ سيمې په وضعيت، دکال ٢٠١٤ څخه دافغانستان څخه دائتلافي پوځيانو له وتلو وروستو په رامينځته کيدونکي وضعيت، د افغان بنديانو په خوشې کولو اؤ نورو مهمو چارو خبرې کړي دي.
دپاکستاني چارواکو وينا ده چې د حامد کرزي ددغه سفر سره به ددواړو هيوادونو ترمنيځ د موجودو غلط فهمو په ختميدو کې مرسته وشي.
افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان دقومي سلامتۍ په هکله د وزيراعظم صلاح کار په هوايي اډه هرکلى ووئيلو اؤ وروستو د وزيراعظم ماڼۍ ته د هغۀ په رسيدو دپاک پوځ يوې دستې حامد کرزي ته سلامي وړاندې کړه.
په دغه موقعه د افغان صدر سلامۍ کې د ٢١ؤ توپو ډزې هم وکړل شوې.
وزيراعظم ميانوازشريف سره ليدنه کې د دوه اړخيزې خوښۍ په بيلابيلو چارو يو په يو ملاقات کې د خيالاتو تبادله کولو وروستو دپاکستان وزيراعظم سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال افغان صدر حامد کرزي وويل ترهه گر زمونږ گډ دښمنان دي ، څوک چې ددواړو هيوادونو اولس اؤ امنيتي ځواکونه په نخښه کوي
هغه وويل وزيراعظم ميا نواز شريف سره يې په ليدنه کې هر اړخيزې خبرې کړي دي چې پکې دتندلاريتوب ستونزه دټولو سر کې وه.
افغان صدر وويلټول هاغه افغانان اؤ په ځانگړې توگه افغان طالبان چې په پاکستان کې بندي دي اؤ کوم جرم يې نۀ وي کړى اؤ دهغوي دخوشې کيدو سره دامن عمل ته گټه رسيدلى شي، يقيناً مونږ دهغوي خوشې کيدل غواړو
د حامد کرزي اشاره د ملا عبدالغني برادر پۀ هاغو طالب مشرانو ته وه چې په پاکستان کې په زندانانو کوي بنديان دي اؤ افغان حکومت غواړي چې د هغوئ په خوشي کيدو سره دهغوئ په مرسته د وسله والو طالب ياغيانو سره د سولې خبرې مخ په وړاندې بوځي خو پاکستاني چارواکو د مخه په ډاگه کړې ده چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ د بنديانو د تبادلې کوم تړون نۀ شته .
افغان چارواکي وخت په وخت په پاکستان دا تورونه لگوي چې طالبان يې په خپل موټي کې ساتلي دي اؤ غواړي افغانستان څخه په کال ٢٠١٤ کې دبهرنيو عسکرو له وتلو وروستو يوځل بيا وسله وال طالبان
واک ته ورسوئ .
خودپاکستان وزيراعظم حامد کرزي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې وويل زۀ افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي عمل کې دپاکستان لخوا دمکمل ملاتړ باور ورکووم
نواز شريف وويل هغه افغانستان کې دثبات راوستلو لپاره دسيمه ييزو هلو ځلو ملاتړ کول کوي اؤ صدر حامد کرزي ته باور ورکول غواړي چې ددغه مقصد ترلاسه کولو لپاره به نړيوالې ورورولۍ سره څومره چې کيدى شي مرسته کوي.
نواز شريف وويل پاکستان يو پرامنه، باثباته اؤ متحده افغانستان غواړي.
دنواز شريف دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز سږکال په ٢١مه جولا ئي دکابل ددورې په مهال افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان دسفر بلنه ورکړې وه.
اسلام اباد ته د افغان صدر ددغه اوسني سفر په مهال پاکستان اؤ افغانستان خپلو کې دتجارت سيوا کولو اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ داقتصادي اړيکو ښو کولو لپاره په يو تړون لاسليک هم کړى دى.
په دغه اړه په شوي تړون لاسليک دپاکستان دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ دهغه افغان سيال عمرزاخيلوال کړى دى.
په تړون دلاسليک دستوره کې افغان صدر حامد کرزى اؤ وزيراعظم نواز شريف هم موجود وؤ.
دپاکستان وزيراعظم سره گډ مطبوعاتي پريس کانفرنس ته خپله وينا کې دافغانستان صدر کرزي وويل کابل دټولو هاغو افغان بنديانو خوشې کيدو ته ليواله دى چې په پاکستان کې دجرمونو دتورونو سره مخ نۀ دي اؤ په جيلونو کې پراته دي .
صدر حامد کرزي زياته کړه پاکستان سره به لمړى معامله دامن خبرې اترې وي.
حامد کرزي ( افغانستان کې) دثبات اؤ امن په په اړه دنواز شريف دارادو ستائينه وکړه خو وې وئيل چې دتيرو دورو په مهال افغانستان کې دامنيت دښه کيدو مقصد نۀ دى ترلاسه شوى.
دصدر حامد کرزي سره دپاکستان په دوره کې ملگرو مذاکرات کارو په پاکستان ، دغه هيواد کې دبندي طالبانو د پخواني مرستيال مشر عبدالغني برادر دخوشې کولو غږ کړى.
پاکستان ته ددغه دورې په مهال افغان صدر حامد کرزي سره دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى دى ، چې پکې دکابينې وزيران، لوړپوړي چارواکي اؤ دافغانستان دامنيتي شورا غړي هم شامل دي.
سرچيتې وايي دصدر حامد کرزي ددغه دورې په مهال به ددواړو هيوادونو ترمينځ اقتصادي اړيکو ته دودې ورکولو په اړه هم خبرې اترې کيږي، تيرکال دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دشوي دوه اړخيزه تجارت حجم دوه اربه اؤ ٢٤ کروړه ډالر وؤ اؤ دواړو هيوادونو ٢٠١٥م پورې دکليز خپل مينځي تجارت پينځوؤ اربو ډالرو ته دسيوا کولو اعلان کړى.
دروغتيا اؤ تعليم داسنتياوؤ ورکولو پشمول دافغانستان دبنيادي ځاندرې لپاره پاکستان د٣٣ؤ کروړو ډالرو په منصوبو کار کوي اؤ افغان ملي ځواکونو لپاره هم اسلام اباد کابل ته ددوؤ کروړو ډالرو ورکولو وړانديز کړى.
ددواړو هيوادونو ترمينځ دتعليم څانگه کې دمرستې په اړه يو سرکاري بيان کې وئيل شوي دي چې داوؤ زرو څخه زيات افغان طالب علمان پاکستان کې تعليم ترلاسه کوي ، چې دهغوي څخه دددوؤ زرو څخه دزياتو مصرفونه دپاکستان حکومت زغمي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG