لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: افغان صدر به سبا د پاکستان دوره کوي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني.افغان صدر به د وزیراعظم نوازشریف سره لیده کاته کوي. مطبوعات امید څرگندوي چې ښاغلی کرزی به پاکستان نه طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې د کومک غوښتنه کوي
افغانستان کې د امن او طالبانو سره د مذاکراتو په موضوع خبرو اترو د پاره افغان صدر حامد کرزۍ به د گل په ورځ د پاکستان دوره کوي.
افغان صدر به د وزیراعظم نوازشریف سره لیده کاته کوي. مطبوعات امید څرگندوي چې ښاغلی کرزی به پاکستان نه طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې د کومک غوښتنه کوي.
اسلام آباد کې د افغان سفیر محمد عمر داؤدزۍ ویلي که پاکستان او افغانستان په د امنیت په مد کې پرمختگ کې ناکامه شوي دي، خو په نورو مدونو کې يي تعلقات مظبوط کړې دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان اعزاز چوهدري ویلي د افغان صدر د پاکستان دوره ښائي د دواړو هیوادونو مشران خپل تعلقات ښه کول غواړي.
کابل کې چارواکې وايي، پاکستاني چارواکو سره خبرو اترو کې به افغان صدر دا غوښته تکراروي چې پاکستان دې د خپلو قید خانونه طالبان قیدیان ازاد کړي چې پکې د طالبانو پخوانی نائب ملا عبدالغني برادر هم شامل دی.
ویل کیږي چې ملا برادر پخپل سر د افغان حکومت سره خبرې اترې شورو کول غوښتل چې پاکستان پې ناراضه شو او په کال ٢٠١٠ کې د پاکستان د سفر په مهال ونیولی شو.
پاکستان ویلي جون کې قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستلو په لړ کې يي د دواؤ درځنونو نه زیات طالب استازو ته يي سفر کې مرسته ورکړې ده.
خو د قطر سرښار دوحا کې د طالبانو ددفتر په نوم او هلته پورته کړی شوي بیرغ باندې د اعتراض په لړ کې افغان حکومت ددغه خبرو اترو نه ډډه کړې ده او د قطر د امن عمل د ځنډ ښکار شوی دی.
خو اوس افغان حکومت غوښتنه کوي چې پاکستان دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه خبرو اترو خپل نفوس استعمال کړي.
XS
SM
MD
LG