لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پارلیماني ډله به د افغانستان دوره کوي


پاکستانی وفد به د سينټر مشاهد حسين په مشرۍ کې د کابل سفر کوي
پاکستانی وفد به د سينټر مشاهد حسين په مشرۍ کې د کابل سفر کوي
د پاکستان او افغانستان ترمينځه د بې باورتيا د ختمولو او په خصوصي توګه ددغه جنګ ځپلي هيواد څخه د نیټو ځواکونود وتلو په ترڅ کې د دواړه ګاونډي ملکونو د پارلیماني استازو ترمينځه مکالمې ته د ودې ورکولو په غرض د پاکستان پارلیماني ډله به د افغانستان دوره کوي.
پاکستانۍ ډله به د گل په ورځ کابل ته روانیږي.
اسلام اباد کې د پاکستان مسلم ليګ ق د ګوند مرکزي مشر او ددفاع لپاره د پاکستان د سينټ د قايمه کميټې چيرمين مشاهد حسين د دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي خبر پاڼه کې ويل شوي پاکستانی وفد به د سينټر مشاهد حسين د مشرۍ کې د کابل سفر کوي.
خبر پاڼه نور وايي چي د پاکستاني سينټرانو کابل ته تګ په تيره مياشت کې د افغان صدر حامد کرزي پاکستان ته د سفر کړی وو او د پاکستاني سنیټرانو د کابل دورې مقصد د افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو په تناظر کې د دواړو ګاونډي هيوادونو د استازو ترمينځه مکالمې ته وده ورکول دي.
د دفاع لپاره د پاکستان د سينت د قايمه کميټې د پلاوي افغانستان ته د تګ انتظام اسلام اباد کې د جمهوريت د ودې لپاره يو غير دولتي تنظيم پلډيټ کړی دی.
د پلډيټ مشر احمد بلال محبوب ډيوه ريډيو ته وويل د پاکستان د سينيټ پلاوې به د افغان د مشرانو جرګې د دفاع د کميټې چيرمين سره ليده کاته کوي.
راپورونه واي چي دا وفد به افغان صدر حامد کرزي، ددغه هيواد د دفاع وزير، د قامي سلامتيا صلاح کار او د هغه افغان ولايتونو د مشرانو سره ليده کاته کوي کوم چي د پاکستان د پولو سره نيزدې پرتې دي.
داسې امکان هم څرګنديږي چي د پاکستان دا وفد به په افغانستان کې د ناټو او امريکني ځواکونو کمانډر جنرال ډينفورډ سره هم ملاقات وکړي.
د دفاع لپاره د پاکستان دسينيټ د دفاع د کميټې په پلاوي کې د پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو غړو ته هم نمايندګي ورکړې شوي ده. په دي کې د مخالف پيپلز ګوند سينټيران اعتزاز احسن، جهانګير بدر،فرحت الله بابر، د عوامي نيشنل ګوند سينټر افراسياب خټک، حاجي عديل او د جميعت علما اسلام (ف) سينټير محمد خان شيراني شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG