لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: جنوبي اېشيا د نورو ملکونو په پرتله د افغانستان او پاکستان آبادي په چټکتیا زیاتېږي 


د نړې د آبادۍ په اړه په دغه رپورټ کې ليکلې شوي چې د جنوبي ايشيا د نورو ملکونو په پرتله د افغانستان او پاکستان آبادي تېزۍ سره سوا کېږي
د نړې د آبادۍ په اړه په دغه رپورټ کې ليکلې شوي چې د جنوبي ايشيا د نورو ملکونو په پرتله د افغانستان او پاکستان آبادي تېزۍ سره سوا کېږي

د نړې د ابادۍ په اړه خپور شوي يو رپورټ کې د پاکستان د آبادۍ اندازه 22 کروړه 90 لکه لګولې شوې ده، دغه رپورټ ښايي چې د دې هېواد په آبادۍ کې هرکال 6۔3 فيصده زيات والې کېږي چې ورسره د هېواد آبادي 19.4 کالونو کې نيم په نيمه سوا کېږي.

په پاکستان کې کارپوهان وايي چې د زياتي آبادۍ او د سهولوتونود کمي له امله د ټولنې زياتره ځوانان بېروزګاره دي او د ملک اقتصاد د بحران سره مخ دی.

دوی وايي چې حکومت باید د آبادۍ د زیاتېدو مخه نیولو د پاره په ټولنه کې د مانع حمل داروګانو او نورو اړونده شيانو ورکولو ترڅنګ په خلکو کې د زياتې ابادۍ د نقصان په حوالې بېداري هم پېدا کړي.

د زياتې آبادۍ د ټولنې په مجموعي ژوند د اثراتو په اړه د پېښور پوهنتون د عمرانياتو څانګې معلم ډاکټر ظفر خان وي او ای ډيوه ته وويل پاکستان کې آبادي ورځ تر بلې سوا کېږي خو بلخوا ځوانانوته د روزګار موقعې په لاس نه ورځي نو د ټولنې دغه برخه د مايوسې له سببه غلطې لارې هم خپلوولی شي. هغه زیاته کړه چې د زياتې آبادۍ او اسنتياوو د کمي له کبله ملک د اقتصادي بحران سره مخ دې.

ډاکټر ظفر وايي: " په غټه کچه مونږه سره ځوانان بېروزګاره دي، کله چې دغه ځوانان بېروزګاره وي نو دوي به ترهګرۍ او جرمونو اړخ ته ځي۔ کوم انساني سمګلنګ چې دې هغه په دې علاقه کې ډېر زيات دې ځکه خلک په پټه باندې نورو ملکونو ته ځي نو که دلته آبادي سوا وي او خلکو ته خوراک نه مېلاوېږي نو دا به ټولې نړې د پاره يوه لويا مسله روړي"۔

د کرونا وبا خورېدو حواله ورکولو کې رپورټ کې داهم ليکلې شوي چې د ښارونو په تنګو کورونو او زياتې ابادۍ له امله د وبايي مرضونو خورېدو ويره زياتوي.

خېبر پښتونخوا کې خانداني منصوبي بندۍ د پاره کار کونکي يو غېر سرکاري رهنما نومې ادارې پروګرام مېنېجر طاهر الله وي او ای ډيوه ته وويل چې په ټولنه کې 27 فيصده خلق غواړي چې هغه لارې خپلې کړي چې ورسره ابادې قابو کېدلې شي خو په دې اړه د داروګانو او د مانع حمل شيانو د کمي ا مله هغو منصوبه بندي نشي کولې۔

نوموړي مخکې وويل: " د حکومت سره هم د دوه مياشتو واله يا درې مياشتو د پاره چې کومې انجېکشن دي هغه دې وخت کې شتون نه لري، او که موجود هم دي نو ډېر زيات کم تعداد کې دي۔ که مونږه دې وخت کې ووګورو نو د خلقو د خانداني منصوبه بندۍ اراده شته او د مانع حمل شيانو ته يي ضرورت هم دې خو دغه شيان نشته دې۔ تر اوسه پورې حکومت د فېملي پلاننګ داروګان نه اخېستي"۔

نوموړي زياته کړه چې په خلکو کې د زياتي ابادې د نقصان په اړه شعور پېدا کول او هغو په دې خبره قائله کول چې کم کم نه بچې پېدا کړي ډېر مهم دي۔

د خېبر پښتونخوا د بادۍ صوبايي محکمې د چارواکو د وېنا ترمخه د صوبې آبادي هر کال د 9۔2 فيصد شرح سره سوا کېږي او دې تناسب سره هرکال په صوبه کې خواوشاه 7 لکه ماشومان سترګې غړوي۔

د يادې محکمې ډايرېکټر جنرل فضل نبي وي او اې ډيوه ته وويل د ابادۍ د قابو کولو د پاره د منصوبه بندۍ مرکزونوته داروګان ورکولې شي او په خلقو کي په دې اړه شعور پېدا کولو د پاره د صحت عملې ته وخت په وخت تربيت هم ورکړې کېږي۔

نوموړي وايي: " مونږه د فېملي پلاننګ مرکزونو تعداد سوا کوو، بيا زمونږه چې کوم اېل ايچ ډبليوز دي او نور کوم د سټاف ممبران دي نو دوي ته مونږه وايو چې تاسو وده کړې جوړې سره خبره کوي او هغوي په دې پوها وې چې د بچو په پېدايش کې وفقه کوي۔ زمونږه دا هم کوشش دې کوم د ډېر وخت د پاره مانع حمل شيان دي هغه مخې ته روړو"۔

د نړې د آبادۍ په اړه په دغه رپورټ کې ليکلې شوي چې د جنوبي ايشيا د نورو ملکونو په پرتله د افغانستان او پاکستان آبادي تېزۍ سره سوا کېږي۔ رپورټ ښايي چې پاکستان کې د پېدايش شرح 6۔3 فيصد ده خو پاکستان ته پکار دي چې د کال په حساب سره د آبادۍ زياتېدو شرح دوه فيصده ته راکمه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG