لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: افغان کډوال وايي پاکستان یې د پخوا په ډول مېلمستیه نه کوي او خپل حکومت هېر کړي


پاکستان د افغان کډوالو په موضوع د یوې غونډې کوربتوب وکړو چې پکې د ملگرو ملتونو مشر اېنټونیو گوټېرېټس هم شرکت وکړو. ای پي وايي غونډه په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴٠ کاله د پوره کېدو په مناسبت وشوه

د پېښور په کبابیانو کې مېشته سپین ږېری حکم خان وايی هغه ته د خپل عمر اندازه نه کېږي چې څو کلن دی خو وايي ۴٠ کاله وړاندې چې یې په افغانستان کې د جنگ دلاسه پاکستان ته هجرت کولو نو ماشومان یې واړه وو.

پاکستان ته د حکم خان د تگ په وخت په افغانستان کې د روسیانو خلاف جنگ روان و او اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي په هغه وخت کې د پنځوس لکو نه زیات افغانانو پاکستان ته کډه کړې وه.

او د څلوېښتون کلونو د جنگونو وروسته یو اشاریه څلور مېلین افغانان اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي او ای پي وايي په پاکستان کې مېشته دغه افغانان گڼي چې خپل حکومت هېر کړي دي، په کوربه هېواد کې یې د پخوا په رنگ مېلمستیه نه کېږي او ملگرو ملتونو هم د نظر نه غورځولې دي.

په داسې حال کې چې امریکې او د افغانستان طالب وسله والو د امن لوظنامې ته د رسېدلو خبره کړې ده او د طالبانو یو چارواکي ویلي ممکنه ده چې د فېبرورۍ تر اخېره پورې د امن دغه معاهده لاس لیک شي، اېسوسي اېټډ پرېس د پېښور د کبابیانو نه لیکل شوي رپورټ کې وايي د امید یوه څېره پېدا شوي چې په پاکستان کې میشته افغان کډوال به بالاخېر وطن ته ستانه شي.

ای پي وايي په دې تناظر کې چې په افغانستان کې د امن دپاره د لوظنامې امکان پېدا شوی، پاکستان د افغان کډوالو په موضوع د یوې غونډې کوربتوب وکړو چې پکې د ملگرو ملتونو مشر اېنټونیو گوټېرېټس هم شرکت وکړو. ای پي وايي غونډه په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴٠ کاله د پوره کېدو په مناسبت وشوه.

ای پي وايي په غونډه کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو گرېنډي هم گډون وکړو او د هغه په ذمه واريو کې د افغان کډوالو بېرته د ستنولو دنده هم شامله ده خو رپورټ وايي دا به اسان کار نه وي.

ای پي وايي د افغان صدر اشرف غني د حکومت او د نړیوالې ټولنې د مرستې په لوظونو گڼ شمیر افغانان بېرته د تللو کوښښ هم کړی دی خو په وطن کې ېې نه خوراک او سرپناه د نشتوالي له امله بېرته ستانه شوي دي. ای پي وايي بېرته په تگ گڼ شمیر افغانانو ته معلومه شوي ده چې څو لسېزې وړاندې چې کوم کلي دوی پرېښودي وو هلته یې خلک هرکلی نه کوي.

په دا ډول ناامیده شوي افغانان بیرته پاکستان او ایران ته تللي او په زرگونو افغانانو یورپي هېوادونو ته د رسېدلو پرخطر کوښښونه کړې دي. یورپي ملکونو گڼ شمېر افغانان ستانه کړي هم دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ مرکه کې د یو اېن اېچ سي ار فلپ گرېنډي د یورپي ملکونو د افغانانو ستانوولو دغه گام "د شرم نه ډک" وبللو. هغه وویل امېد کوي چې ایران او پاکستان چې په ډیر "سخاوت" یې د افغان کډوالو کوربتوب کړی دی، د یورپي ملکونو روش به نه خپلوي.

ای پي وايي د کډوالو په خپل ملک کې د ابادیدو په لاره کې یوه مسله به د افغان حکومت مالي وسایل هم وي چې نه یوازې د بېرته تلونکو بلکې په هېواد کې د موجودو افغانانو د مرستې دپاره به پکار وي. رپورټ وايي نړیواله ټولنه افغانستان سره د مالي امداد نه ستړې شوي ده ځکه چې د کال ٢٠٠١ راهسې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د اربونو ډالرو امداد کړی دی خو په هېواد کې د اداري فساد یا بډو رشوتونو کچه دومره زیاته ده چې له امله یې په افغانستان کې غربت نور هم زیات شوی دی.

تېره میاشت په افغانستان کې د امریکايي هلو ځلو د څارنې ادارې په خپل رپورټ کې وویل پرځای د دې چې افغانستان د اداري فساد د ختمولو دپاره عملي اقدامات وکړي افغان حکومت یوازې خانې ډکوي چې گنې کوم کوم شرطونه یې پوره کړې دي.

ای پي وايي په کال ٢٠١٢ کې ٣۴ فیصد افغانانو په یو ډالر ورځ تېروله خو په موجوده وخت کې په یو ډالر د ورځ تېرونکوکو افغانان شرح ٥٥ ته رسېدلې ده.

په کبابیانو کې میشته حکم خان چې اوس گڼ شمېر لمسي لري، په افغانستان کې د اداري فساد ذمه واري د هغه په وینا د هېواد په بدعنوان مشرانو اچوي.

حکم خان ای پي ته وویل په افغانستان کې د ملایانو په شمول ټولو بااثر خلکو د بهر نه ورغلی امداد خوړلی دی. "دا ټول مشران غداران دي، دوی د افغانانو سره خیانت کړی دی. د غریبو خلکو بچي ووژل شو خو د یو مشر زوی وه نه وژل شو."

د ملگرو ملتونو مشر انټونیو گټېرس او د یو اېن اېچ سي ار مشر فلپ گرېنډي ته خپل پېغام کې حکم خان وویل دوی لومړی په افغانستان کې امن غواړي، بیا هلته د کور جوړولو دپاره ځمکه غواړي، بیا خوراک او بیا سکولونه.

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو ادارې د ایشیا د چارو مسولې انډریکا رتواتی ای پي ته وویل د کډوالو د ځمکې غوښتنه په ځای ده ځکه چې ملگري ملتونه هم په افغانستان کې ٢٠ داسې زونونه یا خصوصي ځایونه قایمول غواړي چرته چې به بېرته تلونکو افغانانو ته د خپل نوي ژوند شروع کوولو دپاره ځمکه ورکول کېږي.

د ننگرهار د سره رود ولسوالۍ شاه ولي ای پي ته وویل هغه بیرته تللی و خو په کلي کې یې هیڅ نه وو پاتې او کوم شیان چې جنگ نه وو تباه کړي هغه شیان یې غلا شوي وو.

په افغانستان کې د امن امکان د شاه ولي امیدونه رابېدار کړې دي. "څوک خپل وطن ته بیرته تگ نه غواړي؟"

XS
SM
MD
LG